عَمَّ ۱۵۱۸ اَلْاَعْلٰٰی

فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَى ﴿۵﴾ سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسَى ﴿۶﴾ إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَى ﴿۷﴾

نوبیائی گرځولی دی هغه بوس تور ﴿۵﴾
یقیناً مونږ لولو تاته قرآن نو مه هیروه ته ﴿۶﴾
مگر هغه چه اوغواړی اللّه تعالٰی یقیناً هغه عالم دی په ښکاره او هغه چه پټ دی ﴿۷﴾

[۷،۶] په دی کښی اول بشارت دی اوپه دی کښی دوه زیری دی یو قرآن پوره خودل او دوهم د هغی د حفظ‌ قوت ورکول (سَنُقْرِئُكَ) دا سورة دمکی د ابتدائی سورتونو نه دی په دی کښی دا وعده شوی وه او هغه وعده اللّه تعالٰی پوره کړه په اختتام دقرآن سره (فَلَا تَنْسَى) دا نفی ده، اخبار صادق دی چه نبی ﷺ نه به قرآن نه هیریږی همیشه ئی په سینه کښی محفوظ‌ وؤ - او دوهم قول دادی چه دا نفی په معنیٰ د نهی سره ده او نسیان په معنیٰ دترک او غفلت دی یعنی ددی د لوستلو او د عمل کولو نه غفلت مه کوه (إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ) بنا په معنیٰ د اخبار (نفی) باندی اشاره ده یو قسم د نسخ ته چه هغی ته انساء‌ وئیلی شی لکه سورة بقره (۱۰۶) کښی یا استثنا‌ء‌ دپاره د تبرک ده او بنا په معنیٰ دوهم (نهی) باندی استثناء منقطع ده یعنی ته خو مه هیروه لیکن که چیری اللّه تعالٰی اوغواړی چه ستانه څه هیرکړی په طریقه د منسوخ کولو (اودا په مشیت د اللّه تعالٰی سره ده) نودا معصیت نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>