عَمَّ ۱۵۱۶ اَلطَّارِق

فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ﴿۵﴾ خُلِقَ مِنْ مَاءٍ دَافِقٍ ﴿۶﴾ يَخْرُجُ مِنْ بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ ﴿۷﴾ إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ ﴿۸﴾ يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ ﴿۹﴾ فَمَا لَهُ مِنْ قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ ﴿۱۰﴾ وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ﴿۱۱﴾ وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ﴿۱۲﴾ إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ﴿۱۳﴾ وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ﴿۱۴﴾ إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا ﴿۱۵﴾ وَأَكِيدُ كَيْدًا ﴿۱۶﴾ فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا ﴿۱۷﴾

نو اودی گوری انسان چه د څه نه پیدا کړی شوی دی ﴿۵﴾
پیدا کړی شوی دی د اوبو ټوپ وهونکونه ﴿۶﴾
چه را اوځی د مینځ دملا او د سینی نه ﴿۷﴾
یقیناً اللّه تعالٰی په واپس کولو دهغه باندی خامخا قادر دی ﴿۸﴾
په هغه ورځ ښکاره به کړی شی رازونه ﴿۹﴾
نو نه به وی هغه لره هیڅ طاقت او نه مددگار ﴿۱۰﴾
او قسم دی په آسمان راگرځیدونکی ﴿۱۱﴾
او قسم دی په ځمکه چه چودونکی ده ﴿۱۲﴾
چه یقیناً خامخا دا خبره پخه ده ﴿۱۳﴾
اونه دا ټوقی ﴿۱۴﴾
یقیناً‌ دوی چلونه کوی چلونه ﴿۱۵﴾
او زه هم تدبیر کوؤم تدبیر ﴿۱۶﴾
نو مهلت ورکړه کافرانو لره مهلت ورکړه دوی لره لږه موده ﴿۱۷﴾

[۷،۸،۵] داد اثبات د معاد دپاره دلیل ذکرکوی دمبداء‌ دانسان نه او داسی استدلال قرآن کریم کښی په ډیرو آیاتونو کښی شته (فَلْيَنْظُرِ) مراد ددی نه نظر دعبرت اوفکرکول دی (مَاءٍ دَافِقٍ) مراد د انسان نه د آدم او حواء علیهم السلام نه علاوه ټول انسانان دی (دَافِقٍ) په دی کښی اشاره ده چه کومه نطفه بغیرد شهوت (دفق) نه رااوځی نودهغی په استعمال سره حمل نه جوړیږی (التَّرَائِبِ) زجاج نه روایت دی چه ترائب څلورپښتئ دی دخی طرف دسینی نه اوڅلورپښتئ د گس طرف دسینی نه اومراد ترینه ترائب دزنانه دی -
[۸] دا نتیجه د دلیل ده (رَجْعِهِ) رجع نه مراد دوباره ژوندی کول دی اوداقول غوره دی په نسبت د هغه قول سره چه ضمیرماءٍ ته راجع شی اگرچه دقدرت د اللّه تعالٰی نه بعید نه ده -
[۱۰،۹] (السَّرَائِرُ) عقیدی، نیتونه، پټ عملونه که ښه وی او که بد وی، بعض، حسد، دشمنی، محبت وغیره په کښی ټول داخل دی (فَمَا لَهُ مِنْ قُوَّةٍ) په دی کښی دانسان عجز ذکرکوی (قُوَّةٍ) طاقت مالی اوبدنی مراد دی او (نَاصِرٍ) نه خارجی مددگار مراد دی اوپه دی کښی نفی د باطل الهه هم داخل ده چه هغوی هم هیڅ مدد نشی کولی نو رد دی په عقیده دشفاعة قهریه باندی -
[۱۲،۱۱] داهم ذکردشواهدو دی په طریقه دقسم سره دپاره داثبات د معاد اواثبات دصدق د قرآن دی (ذَاتِ الرَّجْعِ) رجع حرکت د آسمان یا حرکت د شمس وقمراوستورو په آسمان کښی اوباران او تلل راتلل دملائکو او نفع ورکول دی دی ټولو معانیو ته عام شامل دی (الصَّدْعِ) صَدع چودل د ځمکی دی چه دهغی نه بوټی او معدنیات او چینی او اوبه را اوځی -
[۱۴،۱۳] دا جواب قسم دی (إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ) ضمیر راجع دی قرآن ته اوفصل نه مراد تفصیل د حرام او حلال او حق او باطل دی یاضمیر راجع دی خبرد دوباره ژوند ته په دی قول کښی چه إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ یعنی دا خبره ددوباره ژوندی کولو حق او یقینی ده (بِالْهَزْلِ) هزل باطل او لعب اوهرهغه څیزته وئیلی کیږی چه دهغی حقیقت نه وی نو دا مقابل دفصل دی چه په معنیٰ د حق اود کلام مفید دی -
[۱۶،۱۵] دا زجردی سره دسزانه (وَأَكِيدُ كَيْدًا) کید د اللّه تعالٰی دطرف نه په مختلف طریقو سره دی په طریقه د استدراج سره لکه په سورة اعراف (۱۸۲) کښی اوپه طریقه د ناکام کولو د چَل وَل ددوی لکه په سورة طور (۴۲) کښی - اوپه طریقه د امداد کولو دحق والوسره -
[۱۷] دا دعویٰ دسورة ده یعنی دوی دپاره عذاب دی لیکن لږ روستو دی (فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ) یعنی ددوی سره په دعوت کښی نرمی کوه او دعاءِ شرورته زر مه کوه په امید د ایمان راوړلو ددوی (أَمْهِلْهُمْ) یعنی هرکله چه دوی اونه منی نودوی دعذاب انتظار اوکړه لږه موده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>