عَمَّ ۱۵۱۵ اَلطَّارِق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالسَّمَاءِ وَالطَّارِقِ ﴿۱﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ ﴿۲﴾ النَّجْمُ الثَّاقِبُ ﴿۳﴾ إِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ ﴿۴﴾

قسم دی په آسمان اوپه راتلونکی د شپی باندی ﴿۱﴾
او څه څیز پوهه کړی چه څه دی د شپی راتلونکی ﴿۲﴾
ستوری دی ځلیدونکی ﴿۳﴾
نیشته هیڅ یو نفس مگرشته په هغه باندی ساتنه کوؤنکی ﴿۴﴾

سورة الطارق

ربط: ددی سورة دماقبل سره یو دادی چه په مخکښی سورة کښی ذکر دنزول دعذاب وؤ مخکنو قومونو باندی نوپه دی سورة کښی ذکر دعذاب دی په موجوده منکرینوباندی سره دمهلت ورکولو نه - دوهم ربط دادی چه په مخکښی سورة کښی تخویف وؤ مکذبینو ته نوپه دی سورة کښی ددغسی انسان تحقیر او ذلت ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: تخویف دی په نزول دعذاب سره په موجوده منکرینوباندی په (۱۷) کښی او د اللّه تعالٰی دری صفا ت ئی ذکرکړی دی حافظ، قادر، خالق -
خلاصه ددی سورة: اول ذکر ددوه شواهدو دی په دی خبره چه اللّه تعالٰی حافظ‌ دهرنفس دی حفاظت د بعضو کوی په عفوسره او حفاظت دبعضو کوی په مهلت ورکولو سره تر (۴) پوری بیا دلیل نفسی ذکرکړی دی دپاره داثبات دقیامت تر (۸) پوری بیا تخویف دی په ذکرد احوال دقیامت چه سرائر به ښکاره شی سره د ذکر د عجز د انسان نه په (۱۰،۹) کښی بیا ذکر دافاقی دلیلونو دی تر (۱۴) پوری بیا ذکرد مکائدو د انسان دی چه سبب دعذاب دی اوپه آخرکښی دعویٰ دسورة ذکرکوی چه استحقاق د عذاب دی سره دمهلت نه -

تفسیر

[۳،۲،۱] په دی کښی دوه قسمونه دی په آسمان باندی اوپه طارق باندی اوطارق په جواب قسم کښی ډیر مفید دی لکه چه روستو به ذکرشی ددی وجی نه اول ئی مبهم ذکرکړو بیائی دهغی تفصیل اوکړو - اوقتاده او مجاهد وئیلی دی چه مراد د الطَّارِقِ نه جنس ستوری دی چه دشپی راخیژی او د ورځی غائب وی تخصیص په یو ستوری پوری صحیح نه دی -
[۴] داجواب قسم دی او حافظ نه مراد اللّه تعالٰی دی لکه په سورة یوسف (۶۴) اوسورة انبیاء (۴۲) کښی دی یعنی اللّه تعالٰی دهرچا حفاظت کوؤنکی دی او هغه چه د چا حفاظت نه کوی نوبل څوک ئی نشی کولی لکه سورة مؤمنون (۸۸) کښی یا مراد د حافظ نه جنس د ملائکو دی یعنی په هریو نفس باندی ډیرملائک مقرر دی چه دهغه حفاظت کوی لکه په سورة رعد (۱۱) کښی دی (مناسبت) په مینځ دقسم اوجواب قسم کښی دادی چه اللّه تعالٰی آسمان محفوظ کړی دی (سَقْفًا مَّحْفُوظًا) اوپه الطارق (ستوروسره) د آسمان حفاظت کوی د شیطانانونه نودارنگ د هرانسان حفاظت کوی په خپله اوپه واسطه د ملائکو سره نو معلومه شوه چه دانسان پیدائش مهمل نه دی بلکه دی مکلف دی په احکامو د اللّه تعالٰی سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>