عَمَّ ۱۵۱۴ اَلْبُرُوْج

وَهُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ ﴿۱۴﴾ ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ ﴿۱۵﴾ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ ﴿۱۶﴾ هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْجُنُودِ ﴿۱۷﴾ فِرْعَوْنَ وَثَمُودَ ﴿۱۸﴾ بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي تَكْذِيبٍ ﴿۱۹﴾ وَاللَّهُ مِنْ وَرَائِهِمْ مُحِيطٌ ﴿۲۰﴾ بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِيدٌ ﴿۲۱﴾ فِي لَوْحٍ مَحْفُوظٍ ﴿۲۲﴾

او هغه دی بخنه کوؤنکی مینه کوؤنکی ﴿۱۴﴾
خاوند د عرش دی لوئ شان والا دی ﴿۱۵﴾
کؤونکی دی دهغه څه اوغواړی ﴿۱۶﴾
یقیناً راغلی دی تاته خبر دلښکرو ﴿۱۷﴾
د فرعون او ثمود ﴿۱۸﴾
بلکه هغه کسان چه کفرئی کړی دی په تکذیب کښی مشغوله دی ﴿۱۹﴾
او اللّه تعالٰی ددوی دهرطرف نه راگیروؤنکی دی ﴿۲۰﴾
بلکه دا قرآن دی لوی شان والا ﴿۲۱﴾
په تختو ساتلو شوؤ کښی دی ﴿۲۲﴾

[۱۸،۱۷] دا هم تاکید دی ددعوی دسورة په ذکرکولو دنورو نمونو د عذاب دنیوی - مراد دادی چه تاته دهغوی دهلاکت خبرونه را رسیدلی دی نودغه شان چه دا موجوده چه تکذیب کوی نو دهغوی په شان به هلاک شی اوپه تخصیص د فرعون او ثمود کښی اشاره ده چه دفرعون ‌په شان بادشاهی وی نو هغه بادشاهی ئی نشی بچ کولی او چه دثمودیانو په شان مالونه اوکارخانی او هنرونه وی نو هغه ئی هم نشی بچ کولی -
[۲۰،۱۹] دا زجردی او سبب دپاره د عذاب دی (فِي تَكْذِيبٍ) دوی په ډیر لوی تکذیب کښی ورننوتلی دی چه بهرترینه نشی راوتلی (مِنْ وَرَائِهِمْ) اشاره ده هرجانب ته ځکه چه دلفظ وَرَآءِ کله په ټولو اطرافو باندی اطلاق کیدی شی (مُحِيطٌ) یعنی قدرت او علم را گیروؤنکی دی او دا د صلف صالحینو نه نقل ده اوپه عرف کښی احاطه هم دی ته وئیلی شی چه تسلط اوقدرت ئی چاپيره وی - نو دوی د اللّه تعالٰی د احاطی نه په هیڅ طریقه وتلی نشی -
[۲۲،۲۱] دا ذکردصدق دقرآن کریم دی دپاره د رد کولو په تکذیب کوؤنکو باندی (فِي لَوْحٍ مَحْفُوظٍ) حقیقت د هغه لوح اللّه تعالٰی ته معلوم دی ځکه دهغی کیفیت د علم دپاره صحیح صریح نص نیشته - مَحْفُوظٍ: د تغیر او تبدیل او د فسق دشیطانانو نه محفوظ‌ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>