عَمَّ ۱۵۱۱ اَلْبُرُوْج

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ ﴿۱﴾ وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ ﴿۲﴾ وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ ﴿۳﴾ قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ ﴿۴﴾ النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ ﴿۵﴾

قسم دی په آسمان غټو ستورو والا ﴿۱﴾
اوپه هغه ورځ چه وعده ئی کړی شوی ده ﴿۲﴾
او تماشگیر او هغه څوک چه تماشه ئی کیدی شی ﴿۳﴾
تباه کړی شول کنستونکی د کندو ﴿۴﴾
اور ډیر خشاک والا ﴿۵﴾

سورة البروج

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه مخکښی سورة کښی تخویف اخروی وؤ منکرینوته نو په دی سورة کښی تخویف دنیوی دی په واقعاتو د اصحاب الاخدود او فرعون او ثمود سره - دوهمه طریقه داده چه مخکښی کدح (مشقت) صالحه ته ترغیب وؤ نوپه دی صورت کښی د کدحه سیئه عاقبت ذکرکوی په عذاب دنیوی او اخروی دواړو سره -
دعویٰ د سورة: تخویف دنیوی دی منکرینوته په (۱۲،۴) کښی سرهٔ د رد د شرک فی التصرف نه په (۱۶،۹) کښی او شرک فی العلم په (۹) کښی اواسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی ئی لس ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة داده : اول شواهد دی په دعویٰ د سورة باندی تر (۳) پوری بیا مثال ددعوی د سورة دی په واقعه د اصحاب اخدود سره او دهغوی پنځه احوال قبیحه ذکردی تر (۸) پوری بیا تصرف او شهادت (علم) د اللّه تعالٰی ئی ذکرکړی دی دلیل دپاره ددعوی د سورة او دهغی اثبات دی په ذکرد اته صفتونو د اللّه تعالٰی سره تر (۱۶) پوری بیا دوه مثالونه دی دپاره ددعوی دسورة په (۱۸،۱۷) کښی بیاسبب دعذاب زجراً ذکردی په (۱۹) کښی بیا صفت د احاطی د اللّه تعالٰی دی او تاکید ددعوی د سورة ‌په (۲۰) او اختتام ئی په ترغیب الی القرآن کړی دی دپاره دبچ کیدلو دعذاب نه په (۲۲،۲۱) کښی -

تفسیر

[۱] دا قسم دی (الْبُرُوجِ) برج په اصل کښی ښکاره کیدلو ته وئیلی کیږی نو ستورو او ځایونو د ښکاره کیدو د ستورو ته دا لفظ شامل دی -
[۲] داهم قسم دی او مراد ددی نه ورځ قیامت ده په اتفاق دمفسرینوسره ځکه چه قرآن کښی د هغی وعده کړی شوی ده د مخلوق سره او هغی ته المیعاد هم وئیلی کیږی -
[۳] په دی کښی ډیر اقوال دی اول دا چه شاهد ورځ دجمعی ده او مشهود ورځ د عرفی ده اودا حدیث کښی راغلی دی اودهغه په رفع کښی ضعف دی او موقوف صحیح دی - دوهم اعضآء‌ د انسان شاهد دی او انسان مشهود دی - دریم انسان شاهد دی او ورځ دقیامت مشهود ده لکه په سورة هود (۱۰۳) کښی دی - څلورم هرنبی شاهد دی په امت خپل باندی او امت دهغه مشهود دی - پنځم لوستونکی د قرآن او ملائک شاهد دی او لوستل دقرآن مشهوددی لکه چه فرمائیلی دی(ان قرآن الفجرکان مشهوداً) شپږم هرکافر چه په دنیا کښی مؤحدینو تماشی کوی او هغوی له عقوبتونه ورکوی نو هغه شاهد دی اومؤمن مشهود دی لکه چه اصحاب اخدود ته ئی مشهود وئیلی دی - اووم په عکس ددی یعنی په ورځ دقیامت هرمؤمن شاهد دی او هرکافر مشهود دی، غوره داده چه دا دواړه الفاظ مطلق دی نودی ټولو ته شامل دی تخصیص ئی صرف په طریقه د مثال سره دی -
فائده: ددی قسمونو په جواب کښی اختلاف دی بعضو وئیلی دی چه جواب پټ دی یعنی اِنَّ هٰوُّلَاءِ مِعَذَّبُونَ او دبعضو قول دادی چه إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ددی جواب دی، دفراء قول دادی چه قُتِلَ کښی لَقَدْ پټ دی او دائی جواب دی او مناسبت دقسم د جواب قسم سره دادی چه په آسمان اوپه نمر، سپوږمئ اوستورو کښی نمونی دعذاب شته چه په مخکښی بعضی قومونو باندی ددی نه عذابونه راغلی دی او یومِ موعود خو دمنکرینود عذاب دپاره ده او هرشاهد (لیدونکی) د اللّه تعالٰی عذابونه لیدلی دی اوپه هرمشهود باندی دعذابونو نښی شته دی دا ټول حالات دلالت کوی چه دی منکرینو ته به اللّه تعالٰی په دنیا کښی عذاب ورکوی -
[۶،۵،۴] دا مثال دتخویف دنیوی دی چه دعویٰ د سورة ده او عذاب د اصحاب اخدود اود هغوی پنځه حالات ذکرکوی (قُتِلَ) د ابن عباس رضی اللّه عنهما په نیز په قرآن کښی قتل (په محل ددعا کښی) په معنیٰ دلعنت دی (الْوَقُودِ) په زور د واوسره په معنیٰ د خشاک د اور بلولو دی یعنی دا لوی اور وؤ چه ډیر خشاک نه ډک وؤ (وَهُمْ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ) په دی کښی اشاره ددوی ډیرجبراوتشدد او بی رحمتئ ته چه سره ددوی چه دوی ناست وؤ یعنی دځای نه نه خوځیدل او دمؤمنانو دسوځیدلو تماشه ئی کوله اوپه زړونو کښی هیڅ ترس او رحم نه پيداکیدلو اوددی واقعی په باره کښی ابن کثیر روایات د مسند احمد نه او صحیح مسلم او جامع ترمذی او محمد بن اسحاق نه نقل کړی دی او دهغی واقعی نه معلومیږی چه دا په نجران کښی په زمانه د فترة (په مینځ د عیسیٰ علیه السلام اود بعث د نبی ﷺ) کښی تیره شوی ده هرکله چه اکثریهودو او نصاریٰ دین د توحید پریخودلی وؤ اوپه شرک، سحر، کهانت کښی اخته شوی وؤ اوبعضی راهبان مؤحدین د ویری دوجی نه په گوټونو کښی ناست وؤ نو دیوراهب مؤحد په وجی سره د عبداللّه بن تامرنومی هلک دتوحید تربیت اوکړی شو اوهغه له اللّه تعالٰی بعضی کرامات هم ورکړی وؤ او دهغه ملگرو دتوحید دعوت شروع کړو نو دهغی وخت بادشاه اوډیرخلقو دهغوی مخالفت شروع کړو او راهب ئی په اره باندی پری کړو او عبداللّه بن تامرئی دهغه په غشی سره شهید کړو او نور مؤحدین ئی د اور کندی ته اوغورځول اوپه هغی کښی ئی شهیدان کړل نود اللّه تعالٰی غضب په هغه قوم باندی راغی او لعنت پری اوکړی شو - اوقرطبی وئیلی دی چه په دی واقعه کښی ددی امت دعوت کوؤنکو لره عبرت دی چه په بیان دحق کښی دی کلک شی او تکلیفونه او مصیبتونه دی په شان دهغه نوجوان تیرکړی تردی پوری چه خپل سرهم په لار د اللّه تعالٰی کښی قربان کړی (اَلّٰهُمَّ وَقَّفٌنَا لِهٰذَا الٌعَمَل) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>