عَمَّ ۱۵۱۲ اَلْبُرُوْج

إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ ﴿۶﴾ وَهُمْ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ ﴿۷﴾ وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۸﴾

کله چه دوی د هغی په خوا کښی ناست وؤ ﴿۶﴾
اودوی په هغی کارونو چه کول ئی د مؤمنانو سره تماشه کوؤنکی وؤ ﴿۷﴾
او بد نه گنړلو دوی دهغوی نه مگرداچه هغوی ایمان راوړی وؤ په اللّه تعالٰی چه زورآور ستائیلی شوی دی ﴿۸﴾

[۹،۸] دا هم حال داصحاب الاخدود دی او سبب ددشمنئ‌ ددوی دی د مؤمنانوسره اوپه دی حصرکښی زیاته تقبیح ددغه خلقو ده چه بل هیڅ سبب ددشمنئ نه وؤ ماسیوا دایمان نه، اومدح دمؤمنانو ده چه په هغوی کښی داسی یوصفت نه وؤ چه عیب وؤ په نیز دکافرانو ماسیوا دایمان نه اوایمان خو عیب نه دی (أَنْ يُؤْمِنُوا) مراد ترینه ایمان شرعی دی چه خالی دی د گډون دشرک اود انکارنه (عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) دنبی په صفت کښی هم شهید راغلی دی بلکه دټولو مؤمنانو صفت په شهداء سره راغلی دی لیکن دهغی سره کل شیءٍ نه دی راغلی اودالوی فرق دی په صفت د اللّه تعالٰی اوپه صفت د مخلوق کښی صِرف اشتراک لفظی دی اوهغه هم په تقیید سره وهم دشرکت لره زائل کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>