عَمَّ ۱۵۱۰ اَلْاِنْشِقَاق

فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۲۰﴾ وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنُ لَا يَسْجُدُونَ۩ ࣛ ﴿۲۱﴾ بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُكَذِّبُونَ ﴿۲۲﴾ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ ﴿۲۳﴾ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۴﴾ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۲۵﴾

نو څه وجه ده دوی لره چه نه لری ایمان ﴿۲۰﴾
اوکله چه اولوستلی شی په دوی باندی قرآن نو نه کوی سجده ﴿۲۱﴾
بلکه هغه کسان چه کافران دی دوی خو تکذیب کوی ﴿۲۲﴾
او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه څه چه دوی ئی په زړونو کښی پټوی ﴿۲۳﴾
نو زیری ورکړه دوی ته په عذاب دردناک ﴿۲۴﴾
مگر هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عملونه ئی کړی دی نیک دوی لره ثوابونه دی بی انتها ﴿۲۵﴾

[۲۱،۲۰] دا زجرونه دی په ذکر د څلورو حالاتو د منکرینو سره په اول آیت کښی کفرا وشرک اعتقادی ته اشاره ده اوپه دوهم کښی کفر او شرک عملی ته اشاره ده (لَا يَسْجُدُونَ) یعنی سجده اللّه تعالٰی ته نه خاص کوی بلکه غیراللّه ورسره شریک جوړوی یا مراد د سجود نه مونځ کول دی په ذکر دجزء مراد ترینه کل - اکثر اهل علم په دی کښی دسجدی قائل دی ځکه چه اللّه تعالٰی سجده نه کوؤنکو ته زورنه ورکړی ده نو مؤمن له په کاردی چه په داسی ځای کښی سجده اوکړی -
[۲۳،۲۲] داهم د منکرینو حالات دی -
[۲۵،۲۴] په اول ایت کښی تخویف دی متفرع دی په فا سره په مخکښی عملونو باندی او بشارت ئی دیته استهزاءً وئیلی دی - او دوهم آیت کښی بشارت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>