عَمَّ ۱۵۰۹ اَلْاِنْشِقَاق

فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا ﴿۸﴾ وَيَنْقَلِبُ إِلَى أَهْلِهِ مَسْرُورًا ﴿۹﴾ وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاءَ ظَهْرِهِ ﴿۱۰﴾ فَسَوْفَ يَدْعُو ثُبُورًا ﴿۱۱﴾ وَيَصْلَى سَعِيرًا ﴿۱۲﴾ إِنَّهُ كَانَ فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا ﴿۱۳﴾ إِنَّهُ ظَنَّ أَنْ لَنْ يَحُورَ ﴿۱۴﴾ بَلَى إِنَّ رَبَّهُ كَانَ بِهِ بَصِيرًا ﴿۱۵﴾ فَلَا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ﴿۱۶﴾ وَاللَّيْلِ وَمَا وَسَقَ ﴿۱۷﴾ وَالْقَمَرِ إِذَا اتَّسَقَ ﴿۱۸﴾ لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ ﴿۱۹﴾

نو زردی حساب ورسره اوکړی شی حساب آسان ﴿۸﴾
او اوبه گرځی خپل اهل ته خوشحاله کړی شوی ﴿۹﴾
او هغه څوک چه ورکړی شی عملنامه دهغه روستو د شا دهغه نه ﴿۱۰﴾
نو زر ده چه غواړی به هلاکت خپل ﴿۱۱﴾
او داخل به شی اور تیزته ﴿۱۲﴾
یقیناً‌ دی وؤ په خپل کور کښی خوشحاله ﴿۱۳﴾
یقیناً‌ ده گمان کولو چه اوبه نه گرځی اللّه تعالٰی ته ﴿۱۴﴾
بلکه یقیناً‌ رب دده دی ده لره لیدونکی ﴿۱۵﴾
نو داسی نه ده قسم کوؤم په سرخئ‌ د ماښام ﴿۱۶﴾
او په شپه باندی او هغه څه چه را جمع شی ﴿۱۷﴾
اوپه سپوږمئ باندی هرکله چه پوره شی ﴿۱۸﴾
خامخا به ورځئ تاسو یو حال ته روستو دبل حال نه ﴿۱۹﴾

[۱۳،۱۲،۱۱] دا تخویف اخروی دی دوهم قسم خلقوته اودا دلیل دی چه اول قسم ته به عملنامه د مخی طرف نه ورکوی اودوهم قسم ته به د شا دطرف نه په گس لاس کښی ورکوی - دارنگ په سورة الحاقه (۲۵) کښی ذکرشوی دی او دشانه ورکولو کښی ددوی ډیرتذلیل او توهین دی (فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا) یعنی په دنیا کښی په دوی باندی غمونه او تکالیف راغلی وؤ، بندگی، دعوت، جهاد وغیره کښی ځان نه دی ستړی کړی نود هغی وجی نه په آخرت کښی به په تباهئ او تکلیفونو کښی اخته شی -
[۱۵،۱۴] دا سبب د عذاب ذکرکوی (لَنْ يَحُورَ) حور واپس کیدلو ته وئیلی شی نومراد ترینه رجوع الی اللّه ده یا مراد ترینه بعث بعدالموت دی او مقصد ئی یو دی یعنی دا شخص دقیامت نه منکروؤ او په دی کښی صرف دظن تابع وؤ -
[۱۸،۱۷،۱۶] دا قسم دی په څلورو څیزونو باندی او دا حالات مختلفه دی په ترتیب سره اول شفق وی چه ابتداء‌ دشپی ده بیا پوره شپه شی نو په هغی کښی عام حیوانات خپلو ځایونو ته را جمع کیږی اوپه شپه کښی سپوږمئ ده چه هغه هم تدریجاً کمال ته رسیږی (بِالشَّفَقِ) شفق په لغت او شرع دواړو کښی سوروالی د ماښام ته وئیلی کیږی چه د ماښام آخری وخت دی او دهغی غائب کیدل د ماسخوتن ابتداء‌ ده او په نیز د بعضی اهل علم هغه سپین والی ته وئیلی شی چه روستو د سوروالی نه وی یعنی شفق د اضدادو نه دی - (وَمَا وَسَقَ) وسق جمع کولو ته وئیلی شی یعنی په شپه کښی جمع کیږی هغه څیزونه چه دورځی خواره شوی وی (اتَّسَقَ) دا هم وسق نه دی یعنی د څوارلسمی شپه باندی چه سپوږمئ جمع شی او ډکه شی اول وړه وی نوبیا په دمه دمه پوره شی -
[۱۹] دا جواب قسم دی او دا خطاب دی نبی ﷺ ته یا ټول امت دهغه ته یا ټولو خلقو ته - بیا په دی کښی چه خطاب شی نبی ﷺ ته نو یو معنیٰ داده چه په تاباندی ای نبی حالات مختلف د سختو او د تکلیفونو به راځی په شان دانبیاؤ سابقینو - دوهمه معنیٰ داده چه مختلف حالات دترقئ اودفتوحو به راځی - اوچه خطاب شی امت ته نو معنیٰ داده چه په تاسو کښی به مشابه حالات د یهودو او نصاریٰ راځی لکه چه په حدیث صحیح کښی راغلی دی چه لتتبعنَّ سنن من قبلکم (الحدیث) اوچه خطاب شی ټولو خلقو ته نو معنیٰ داده چه ورځئ به تاسوحال دځوانئ ته بیا بوډاوالی، بیامرگ بیا برزخ بیا دوباره ژوند بیا حساب میزان وقوف صراط بیا جنت یا جهنم ته - دا روستو معنیٰ عام مفسرینو غوره کړی اوپه دی کښی مقصد اثبات دقیامت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>