عَمَّ ۱۵۰۸ اَلْاِنْشِقَاق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ ﴿۱﴾ وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿۲﴾ وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ ﴿۳﴾ وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ ﴿۴﴾ وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿۵﴾ يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ ﴿۶﴾ فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ ﴿۷﴾

هرکله چه آسمان اوشلیږی ﴿۱﴾
او غوږ ئی ایخی دی حکم د رب خپل ته او لائق ده چه غوږ کیدی ﴿۲﴾
او هرکله چه ځمکه راښکلی شی ﴿۳﴾
او اوغورځوی هغه چه په هغی کښی وی او خالی شی ﴿۴﴾
او غوږ ئی ایخی دی حکم درب خپل ته او لائق ده چه غوږ کیدی ﴿۵﴾
ای انسانه یقیناً ته مشقت کوؤنکی يی (په رسیدلو کښی) خپل رب ته مشقت کول نو مخامخ کیدونکی ئی د هغه سره ﴿۶﴾
نوهغه څوک چه ورکړی شی عملنامه دهغه په خی لاس دهغه کښی ﴿۷﴾

سورة الانشقاق
اوبل نوم ئی سورة انْشَقَّتْ دی

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی زجروؤ په تطفیف او تکذیب باندی نوپه دی سورة کښی ترغیب ورکوی نیک محنت طرف ته - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر دحال د عملنامو وؤ روستو د مرگ نه نوپه دی سورة کښی دهغی حال ذکرکوی په ورځ دقیامت کښی -
دعویٰ د سورة: ترغیب دی کدح صالح ته دپاره د حساب یسیر او اخستل د عملنامی په خی لاس کښی او تحذیر دی د کدح سیئی (بدی) نه دپاره د بچ کیدلو دحساب شدید نه او اخستل د عملنامی روستو دشانه - او اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی څلور ذکرکړی دی - رب، اللّه، اعلم، بصیر -
خلاصه د سورة : اول ذکردی د بعضی احوالو دحشر بیا دعویٰ د سورة ده تر (۶) پوری بیا بشارت ذکرکوی کدح صالح (نیک کار) والو لره په دری حالاتو سره تر (۹) پوری اوتخویف دی کدح سیئ (بدکار، کسب) والو لره په ذکردری حالاتو سره اوپه ذکرددری د علتونو دعذاب سره تر (۱۵) پوری بیا دری شواهد دی په بعث بعدالموت باندی تر (۱۹) پوری - بیازجر او تخویف دی په څلورو امورو سره تر (۲۴) پوری او په آخر کښی بشارت دی -

تفسیر

[۲،۱] د احالات د وخت د فناکیدلو دعالم دی او نړول اکثر دبره طرف نه شروع کیږی ددوی وجی نه د آسمان ذکرئی مخکښی اوکړو (وَحُقَّتْ) حق په معنیٰ د لائق او مناسب دی یاپه معنیٰ د واجب او لازم سره دی اووجه دحق داده چه اللّه تعالٰی ددی خالق او مالک دی اودخالق مالک اطاعت کول واجب دی او آسمان کښی هم اللّه تعالٰی شعور د اطاعت کیخودلی دی -
[۵،۴،۳] (مُدَّتْ) راښکلی به شی په داسی طریقه چه کندی او غرونه به ترینه لری شی او حدیث کښی راځی داسی به راښکلی شی لکه چه څرمن راښکلی کیږی (د څاروی نه) دا ددی دپاره چه ټول خلق ورباندی حساب دپاره اودریږی (مَا فِيهَا) په دی کښی دننه مړی دی او دارنگ خزانی او معدنیات -
[۶] دا دعویٰ دسورة ده (الْإِنْسَانُ) نه مراد جنس انسان دی که نیک شخص دی او که ناکاره - (كَادِحٌ) کدح په لغت کښی عمل او کسب کول دی په ښه مشقت سره عمل دخیروی او که دشروی -
[۹،۸،۷] دا تفصیل د دواړه قسمونو د اصحاب کدح دی نوپه دی آیاتونو کښی بشارت دی (حِسَابًا يَسِيرًا) او حدیث صحیح کښی راغلی دی چه نبی ﷺ اوفرمائیل چه چا سره حساب اوکړی شو نو تباه شونو عائشه رضی اللّه عنها تپوس اوکړو چه اللّه تعالٰی خو فرمائیلی دی چه اصحاب الیمین سره به هم حساب کیږی جواب اوشو چه مراد ددی نه عرض دی یعنی اعمال به ورته پیش کړی شی نودی به اویریږی نو اللّه تعالٰی به اوفرمائی چه ما تاته دا ټول معاف کړی دی (إِلَى أَهْلِهِ) مراد ترینه اهل جنت دی حوری غلمان او هغه دنیوی اهل چه جنت ته داخل شوی وی (مَسْرُورًا) دا په بدل دهغه مشقتونو او غمونو کښی دی چه په دنیا کښی تیر کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>