عَمَّ ۱۵۰۷ اَلْمُطَفِّفِين

عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ ﴿۲۸﴾ إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ ﴿۲۹﴾ وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ ﴿۳۰﴾ وَإِذَا انْقَلَبُوا إِلَى أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ ﴿۳۱﴾ وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلَاءِ لَضَالُّونَ ﴿۳۲﴾ وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ ﴿۳۳﴾ فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ﴿۳۴﴾ عَلَى الْأَرَائِكِ يَنْظُرُونَ ﴿۳۵﴾ هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾

چینه ده څښکی به په هغی سره (دهغی نه) نزدی خلق (اللّه تعالٰی ته) ﴿۲۸﴾
یقیناً هغه کسان چه جرمونه ئی کړی دی وؤ دوی چه په مؤمنانو پوری ئی خندا کوله ﴿۲۹﴾
اوهرکله چه ورتیریدل به په هغوی باندی نو سترگی به ئی وهلی ﴿۳۰﴾
او هر کله چه واپس به شول خپلو خلقوته واپس کیدل به خوشحالی کوؤنکی ﴿۳۱﴾
اوکله چه دوی به اولیدل هغوی وئیلی به ئی چه دوی هغه کسان دی چه خامخا گمراهان دی ﴿۳۲﴾
او نه دی لیږلی شوی په هغوی باندی څوک څوکئ کوؤنکی ﴿۳۳﴾
نو نن ورځ به مؤمنان په کافرانو پوری خندا کوی ﴿۳۴﴾
په پالنگونو باندی به وی گوری به ﴿۳۵﴾
آیا بدله ورکړی شوه کافرانو ته دهغه کارونو چه دوی کول ﴿۳۶﴾

[۲۹] دا زجردی مجرمانو ته په ذکرد څلور اوصاف قبیحه دهغوی سره چه دغه اسباب د وَیل او د رین دزړونو دی -
[۳۰] (يَتَغَامَزُونَ) سترگی وهل یو بل ته دپاره د تحقیر دهغوی یا عیبونه وائي په هغوی باندی -
[۳۱] (أَهْلِهِمُ) مراد ددوی نه ددوی تابعداران او مقلدین دی (فَكِهِينَ) خوشحالی او لوی کوی په هغه مسخرو چه دوی په مؤمنان پسی کړی دی یعنی تابعدارانو ته خپل نرتوب ذکرکوی چه مونږ مؤمنانو لره ذلیل کړل -
[۳۳،۳۲] دوی به صحابه کرامو ته گمراه وئیل ځکه چه هغوی ددوی طریقی نه خلاف وو - او دا حال دشیعه گانو دی چه صحابه کرامو ته گمراه او مرتد او کافر وائی ځکه چه دوی په خپله گمراه دی - (وَمَا أُرْسِلُوا) دا قول د اللّه تعالٰی دی په رد دهغه چاچه صحابه کرامو ته گمراه وائي یعنی دا مجرمان خوپه مؤمنانو او صحابه کرامو باندی څوکیداران او ذمه داران نه دی مقرر شوی چه دوی په هغوی باندی فتوی لگوی - دا قول هم د کافرانو دی په باره د مؤمنانو کښی یعنی هرکله چه مؤمنانو دوی ته دعوت دتوحید ورکوؤ او دشرک نه ئی منع کول نوهغوی اوئیل چه تاسو خوپه مونږ باندی مقرر شوی نه یئی او ذمه داران نه یئی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>