عَمَّ ۱۵۰۴ اَلْمُطَفِّفِين

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ ﴿۱﴾ الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿۲﴾ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿۳﴾ أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ ﴿۴﴾ لِيَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۵﴾ يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶﴾

تباهی ده د پاره د کمی کوؤنکو ﴿۱﴾
هغه کسان چه پیمانه آخلی د خلقو نه نو پوره اخلی ﴿۲﴾
اوکله چه پیمانه کوی هغوی له یا تول کوی هغوی له نو کمی کوی ﴿۳﴾
آیا نه کوی گمان دغه خلق چه دوی به دوباره ژوندی کړی شی ﴿۴﴾
لوی ورځی ته ﴿۵﴾
هغه ورځ چه اوبه دریږی خلق رب العالمین ته ﴿۶﴾

سورة التطفیف
اوبل نوم ئی سورة المطففین دی -

غوره داده چه دا سورة په مینځ د مکی او مدینی کښی نازل شوی دی شاید ددی وجی نه بعضی قراء وائی چه دا مکی دی اوبعضی وائي‌ چه دا مدنی دی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروؤ په اغترار سره نوپه دی سورة کښی زجردی په تطفیف سره چه نتیجه د اغترار ده، دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی یوم لاتملک آه، سره ئی شان دقیامت ذکرکړو نوپه دی سورة کښی په یوم یقوم الناس لرب العالمین، سره شان دقیامت بیانوی -
دعویٰ ددی سورة: زجردی په تطفیف سره اوپه عدم خوف د ورځ دقیامت نه - او ترغیب دی آخرت ته په (۲۶) کښی - او د اسماؤ د اللّه تعالٰی نه صرف رب العالمین ذکردی -
خلاصه د سورة : اول زجردی او تعریف د تطفیف دی په دری ایاتونو کښی - بیا تخویف اخروی دی په دری آیاتونو کښی - بیا تخویف دپاره لس احوال ئی د فجَّارو ذکرکړی دی تر (۱۷) پوری بیا بشارت دپاره ئی لس احوال د ابرارو ذکرکړی دی تر (۲۸) پوری بیا زجردی مجرمانو ته په پنځه طریقو سره تر (۳۳) پوری بیا بشارت دی مؤمنانو ته په دری آیاتونو کښی او مطففین ئی مسمیٰ کړی دی په الفجار والمکذبین والکفار او معتدی او اثیم سره -

تفسیر

[۱] تطفیف په اصل کښی نقصان کولو ته وئیلی شی په لږ څیزه سره بیا تطفیف دوه قسمه دی یوتطفیف ظاهری چه معروف دی یعنی په تول او پیمانه کښی نقصان کول دپاره ددهوکی ورکولو اودا حرام دی او ددی آمدن هم حرام دی اگرچه صاحب دهغی وائي چه دا خو تجارت دی - دوهم تطفیف معنوی دی لکه چه ذکرکړی دی قرطبی چه تطفیف په کیل او وزن او اودس او مونځ کولو او خبرو کولوکښی شته دی -
[۳،۲] دا تفسیر دتطفیف دی په معنیٰ مشهوری سره -
[۶،۵،۴] دا بل زجردی سره د تخویف اخروی نه (يَقُومُ النَّاسُ) قیام د ټولو خلقو دی لیکن په مینځ د مؤمنانو او کافرانو کښی په آسانتیا او سختئ کښی فرق دی په حدیث صحیح کښی راغلی دی چه په مؤمن باندی داسی تیریږی لکه فرض مونځ دهغه چه په دنیا کښی ئی کوو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>