عَمَّ ۱۵۰۳ اَلْاِنْفِطَار

يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ ﴿۱۵﴾ وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَائِبِينَ ﴿۱۶﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۷﴾ ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۸﴾ يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ ﴿۱۹﴾

ورننوځی به هغی ته په ورځ د جزاء ﴿۱۵﴾
او نه دی دوی دهغی نه پټیدونکی ﴿۱۶﴾
او څه پوهه کړی ئی ته چه څه ده ورځ دجزاء ﴿۱۷﴾
بیا څه څیز پوهه کړی ئی ته چه څه ده ورځ دجزاء ﴿۱۸﴾
هغه ورځ چه نه به مومی اختیار هیڅ نفس لره د څه څیز اوټول اختیار په هغه ورځ د اللّه تعالٰی دی ﴿۱۹﴾

[۱۸،۱۷] په دی آیاتونو کښی عظمت د ورځ دجزا ذکرکوی دپاره د تاکید د تخویف اخروی -
[۱۹] دا ذکردبعضی عظمت شان د هغه ورځ دی (يَوْمَ لَا تَمْلِكُ) په دی جمله کښی نفی د مِلک ا وتصرف ده د غیراللّه نه اوپه دوهمه جمله کښی اثبات دهغی دی خاص اللّه تعالٰی لره ا ودا پوره توحید دی (وَالْأَمْرُ) امرعام دی د ملک (بادشاهئ) نه (يَوْمَئِذٍ) اوس په دنیا کښی هم امر (اختیار) صرف د اللّه تعالٰی دی په دلیل د سورة اعراف (۵۴) اوسورة قصص (۶۸) سره لیکن د تخصیص دآخرت ئی په دی وجی سره اوکړو چه دنیا کښی بعضی خلق دشرکت دعوی کوی خو آخرت کښی دا نشی کولی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>