عَمَّ ۱۵۰۲ اَلْاِنْفِطَار

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ ﴿۵﴾ يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ ﴿۶﴾ الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ ﴿۷﴾ فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ رَكَّبَكَ ﴿۸﴾ كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ ﴿۹﴾ وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ﴿۱۰﴾ كِرَامًا كَاتِبِينَ ﴿۱۱﴾ يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۱۲﴾ إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ﴿۱۳﴾ وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ ﴿۱۴﴾

پوهه به شی هرنفس په هغه عمل چه مخکښی ئی لیږلی دی او روستو ئی پریخودلی دی ﴿۵﴾
ای انسانه څه څیز دهوکه درکړی ده تاته په رب ستا چه عزت والا دی ﴿۶﴾
داسی ذات دی چه پیدا کړی ئی ته نو برابر‌ ئی کړی نو نیغ قد والائی کړی ﴿۷﴾
په هرشکل چه هغه غوښتل نو ته ئی جوړ کړی ئی ﴿۸﴾
هیچ چیری داسی نه ده په کار بلکه تاسو تکذیب کوئ د ورځ د جزاء ﴿۹﴾
او یقیناً په تاسو باندی مقرر دی حفاظت کوؤنکی ملائک ﴿۱۰﴾
عزتمند لیکونکی ﴿۱۱﴾
پوهیږئ په هغه څه تاسو ئی کوئ ﴿۱۲﴾
یقیناً نیکان خلق به خامخا په نعمتونو کښی وی ﴿۱۳﴾
اویقیناً بدکار خلق به خامخا په اور کښی وی ﴿۱۴﴾

[۵] دا پنځم حال دی او جواب دی د اذَا او دعویٰ د سورة ده (عَلِمَتْ نَفْسٌ) فرق په مینځ د سورة تکویر (۱۴) او ددی آیت کښی دادی چه هلته عمل تفصیلی مراد دی ځکه چه هلته د صحیفو نشر او تقسیم هم ذکروؤ اوپه هغی سره علم تفصیلی حاصلیږی او دلته علم اجمالی مراد دی - دوهم فرق دادی چه په هغه سورت کښی د علم نه مراد علم د حقیقت دهغه عملونو دی چه انسان کړی دی هغه ښه دی او که ناکاره دی او دلته مراد دعلم نه علم د جزاء او حساب او د عاقبت د عملونو دی (مَا قَدَّمَتْ) نیک اعمالو ته اشاره ده (وَأَخَّرَتْ) ناکاره عملونه مراد دی -
[۶] په دی کښی سخت زجردی اودابه ورته وئیلی شی ورځ دقیامت کښی یعنی هرکله چه خبرشی په جزاء د خپلو عملونو باندی نو افسوسونه به کوی نو ورته به اوئیلی شی چه ما غرَّک فی الدنیا - یا دا خطاب په دنیا کښی هرانسان گناهگار ته دی که کافردی او که گنهکار مسلمان دی (مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ) مراد د دهوکه کیدلو نه کفر او شرک او تکذیب او گناهونه کول دی په دی وجی او گمان سره چه اللّه تعالٰی عذاب زر نه ورکوی یاپه دی وجه سره چه دهغه صفت غفور او رحیم دی یاپه دی گمان سره چه اللّه تعالٰی ځما په حال علم نه لری یا په دی زعم چه اللّه تعالٰی هرحاجت په خپله نشی پوره کولی یا په دی وجی سره چه اللّه تعالٰی کریم دی -
[۸،۷] په دی دواړه آیاتونو کښی تفصیل د کرم د اللّه تعالٰی دی (خَلَقَكَ) مراد ترینه پیدائش دی د خاورو او دنطفی نه لکه چه سورة عبس کښی تیرشو (فَسَوَّاكَ) پوره اندامونه او لاس اوخپی سترگی وغیره ئی برابر جوړ کړی دی (فَعَدَلَكَ) په تخفیف سره معنیٰ داده چه (ای انسانه) اړولی دی تالره هرصورت او شکل ته چه د اللّه تعالٰی خوښ دی یا تخفیف په معنیٰ د تشدید دی یعنی قدوقامت او اندامونه ئی معتدل جوړکړی دی نه ډیر دنگ او اوږد او نه ډیرلنډ (فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ) أَيِّ صُورَةٍ ، ښائسته شکل یا ناکاره، تور، سپین غنم رنگی یا مذکر یا مؤنث مشابه د پلاریا د مورسره -
[۹] دا دوهم زجردی اود (مَا غَرَّكَ) دپاره تفسیردی یعنی اغترار دادی چه تکذیب کوی -
[۱۲،۱۱،۱۰] دا مبالغه ده په زجرکښی چه سره ددی نه چه په تاسو باندی داسی ملائک مقرر دی او تاسو تکذیب کوئ (لَحَافِظِينَ) مراد ددینه حفاظت کوؤنکی د عملونو د انسانانو دی یا عمومی ساتنه کوؤنکی (يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ) ددی نه معلومیږی چه کوم کارونه په فعل (عمل) کښی نه وی راغلی لکه پټی ارادی او نیتونه نود هغی نه دا ملائک خبرنه لری اوخطاب عامه (علیکم) دلالت کوی چه دا ملائک په کافرانو اوپه انبیاء علیهم السلام باندی هم مقرر دی -
[۱۵،۱۴،۱۳] روستو دذکردکتابت د اعمالونه (چه هغه دوه قسمونه دی) دوه قسمونه د عاملینو ذکر کوی یو قسم ته بشارت دی او دوهم ته تخویف اخروی دی (لَفِي نَعِيمٍ) بی شماره نعمتونه د جنت دی او ابن قیم په بدائع التفسیر کښی لیکلی دی چه دا حالت په دنیا او برزخ او قیامت دری واړو کښی دی په دنیا کښی دنعیم نه مراد نعمت، تسلی د زړه ده او قناعت دی اودارنگ دا دواړه قولونه (لَفِي جَحِيمٍ) کښی هم دی (بِغَائِبِينَ) مراد ددی نه دادی چه د جهنم نه دیو لمحی دپاره هم نشی بهرکیدلی اونه ورباندی مرگ او راحت راتلی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>