عَمَّ ۱۵۰۱ اَلْاِنْفِطَار

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ ﴿۱﴾ وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ ﴿۲﴾ وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ﴿۳﴾ وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ ﴿۴﴾

هرکله چه آسمان اوچوی ﴿۱﴾
او هرکله چه ستوری اودړیږی ﴿۲﴾
او هرکله چه دریابونه اوبیولی شی ﴿۳﴾
اوهرکله چه قبرونو والا به را اوچت کړی شی ﴿۴﴾

سورة الانفطار
او دی ته سورة انفطرت او اذا السماء انفطرت او سورة المنفطرة هم وئیلی شی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی زجر وؤ په این تذهبون سره اوپه دی سورة کښی زجردی په ماغرک آه سره، دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی دولس احوال ذکروو اوپه دی سورة کښی دهغی د اختصار کوی په څلورو حالاتوسره -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دقیامت دی په ملاقات د انسان سره دهغه کارونو چه کړی وی اوهغه چه پریخودلی وی سره د زجرنه په ارتکاب د گناهونو په سبب د اغترار سره په احساناتو د رب العالمین اوپه نسیان د یوم الدین سره - اوپه دی سورة کښی دری اسماء حسنیٰ او پنځه صفات فعلیه د اللّه تعالٰی ذکردی -
خلاصه د سورة داده : اول څلور احوال دقیامت ذکرکوی بیا دعویٰ د سورة تر (۵) پوری بیا زجر اول دی په اغترار د انسان په خپل رب باندی چه دهغه پنځه صفتونه ئی ذکرکړی دی تر (۸) پوری بیا دوهم زجردی په تکذیب سره، سره دوجود د کراما کاتبین نه او دهغوی څلورصفتونه ئی ذکرکړی دی تر (۱۶) پوری - بیا بشارت او تخویف اخروی دی په ذکر ددری حالاتو د منکرینو اوپه دری حالاتو د یوم الدین سره او آخری حال ئی رد د شرک فی التصرف دی په آخرت کښی هم -

تفسیر

[۲،۱] دا اول او دوهم حال دی (إِذَا السَّمَاءُ) ټول آسمانونه مراد دی (انْفَطَرَتْ) فَطَر تازه چودلو ته وئیلی شی یعنی اول ځل به اوچوی چه ددی نه مخکښی په کښی فطور نه وؤ - لکه چه د یو بچی اول غاښی را اوخیژی نوعرب وائی فطر ناب البعیر (انْتَثَرَتْ) بی ترتیبه را دوړیدل د ستورو نو آسمان به ترینه خالی شی -
[۳] په دی کښی دریم حال دی اوترقی ده د ماقبل نه ـ په هغی کښی سُجِّرت (ډک به کړی شی) ذکروؤ او دلته تفجیردی یعنی په مخ د ځمکه باندی به روان کړی شی اویوبل سره به هم گډ کړی شی -
[۴] په دی کښی څلورم حال دی هغه دری حالات دوخت دفنا وؤ اودا حال د بعث بعدالموت دی اوپه دی کښی هم د ماقبل نه ترقی ده هلته صرف د موءَّده ذکروؤ اودلته ئی د ټولو اهل قبور بعث ذکرکړی دی (بُعْثِرَتْ) چه اونړلی شی او لاندی باندی کړی شی اومړی ترینه ژوندی را ویستلی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>