عَمَّ ۱۵۰۰ اَلتَّکْوِیْر

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ ﴿۲۵﴾ فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ ﴿۲۶﴾ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ ﴿۲۷﴾ لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ ﴿۲۸﴾ وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۹﴾

اونه ده دا وینا د شیطان رټلی شوی ﴿۲۵﴾
نو کوم خوا ځئ تاسو ﴿۲۶﴾
نه دی دا مگر نصیحت دی دپاره د ټولو خلقو ﴿۲۷﴾
دپاره دهغه چاچه غواړی ستاسو نه داچه برابر روان شی ﴿۲۸﴾
او تاسو خو نه غواړئ مگر هله چه اوغواړی اللّه تعالٰی چه رب د ټولو خلقو دی ﴿۲۹﴾

[۲۶] دا زجردی یعنی اللّه تعالٰی د رسول او دکتاب نه بل کوم شخص او کتاب ته تاسو ورځئ یعنی دده نه حقه بله لار کومه ده؟
[۲۷] دا ترغیب دی قران ته هُوَ ضمیر قرآن ته راجع دی یا مضمون ددی سورة ته راجع دی (ذِكْرٌ) یادوؤنکی دی د توحید اود احکامو د اللّه تعالٰی او وعظ او نصیحت دی دپاره د ویری ورکولو دقیامت نه -
[۲۹،۲۸] په اول آیت کښی شرط دذکر ئی راوړو چه هغه اراده او طلب دحق دی یعنی قرآن کښی فائده ده طلب کوونکی دهدایت لره او (لِمَنْ شَاءَ) رد دی په جبریه باندی یعنی دانسان دپاره مشیت او اراده او فعل شته اوپه دوهم کښی رد دی په قدریه معتزله باندی چه اراده د انسان مستقله گنړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>