عَمَّ ۱۴۹۹ اَلتَّکْوِیْر

وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ ﴿۱۸﴾ إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ﴿۱۹﴾ ذِي قُوَّةٍ عِنْدَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ ﴿۲۰﴾ مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ﴿۲۱﴾ وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ ﴿۲۲﴾ وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ ﴿۲۳﴾ وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ ﴿۲۴﴾

اوقسم دی په صبا باندی کله چه ساه واخلی ﴿۱۸﴾
یقیناً دا پیغام خامخا د رسول عزت والا دی ﴿۱۹﴾
قوت والا دی په نیز دخاوند دعرش مرتبی والا دی ﴿۲۰﴾
خبری منلی کیدی شی هلته امانتدار دی ﴿۲۱﴾
اونه دی ستاسو ملگری لیونی ﴿۲۲﴾
اویقیناً‌ لیدلی دی هغه لره په کنارو (غاړو) ښکاره کښی ﴿۲۳﴾
اونه دی دی په وحی بیانولو کښی بخل کوؤنکی ﴿۲۴﴾

[۱۹] دا جواب قسم دی او مقصد په دی کښی اثبات دصدق دقرآن دی او مناسبت دقسم او جواب قسم دادی لکه چه ستوری پټیږی او ښکاره کیږی او چلیږی نودارنگ آیاتونه او سورتونه دقران دی چه په قسطونوسره دنیاوالوته را روان وی او ښکاره کیږی روستو د پټ والی ددی نه په علم د اللّه تعالٰی کښی - او دارنگ چه توره شپه لاړه شی اورنړا ورځ شی نودارنگ د قران کریم په راتللو تیری دکفر او د شرک او د جهل لاړلی او رنړا دایمان او اسلام قائمه شوه او دغه مثالونه یقینی محسوسی دی نودارنگ قرآن هم یقینی دی (رَسُولٍ) مراد ددی نه رسول ملکی دی یعنی جبرئیل علیه السلام او قول په معنیٰ دپیغام او تبلیغ دی (كَرِيمٍ) دشرافت صفتونه په کښی ظاهری او باطنی را جمع دی دشیطان په شان خبیث او ذلیل نه دی او دلیل په کرامت دجبرئیل باندی کرامت د الفاظو دقرآن دی -
[۲۰] (ذِي قُوَّةٍ) په دی کښی اشاره ده چه شیطانان ده ته نزدی نشی راتللی اوپه وخت دوحی راوړلو کښی دده مقابله نشی کولی -
[۲۱] (ثَمَّ) دپاره دطرف دی مراد ترینه عالم بالا د آسمانونو دی او دا صفت دلالت کوی چه جبرئیل لکه چه د اللّه تعالٰی په نیز عزت مند دی نو داسی د ټولو ملائکو په نیز هم معزز دی ځکه چه ټول ئی اطاعت کوی (أَمِينٍ) یعنی په وحی کښی هیڅ کمی زیاتی نه دی کړی او پوره پوره ئی ادا کړی ده -
[۲۴،۲۳،۲۲] دا تزکیه د رسول بشری ده روستو د تزکیی د رسول ملکی نه او تصحیح او توثیق دسند دقران کریم دی (وَمَا صَاحِبُكُمْ) صاحب په معنیٰ دخیرخواه او ناصح دی یا هغه چه دقوم ستاسو نه دی (عَلَى الْغَيْبِ) ددی نه مراد وحی دقرآن ده اودی ته غیب اضافی وئیلی شی ځکه چه په حواسو او په عقل سره ادراک نشی کیدی بلکه دا قرآن په سبب د وحی سره نبی ﷺ ته رالیږلی شوی دی (بِضَنِينٍ) په ضاد سره په معنیٰ د بخیل دی یعنی نبی ﷺ وحی نه پټوی بلکه هرچا ته ئی پوره ښکاره کوی یعنی ډیر سخی دی او په شان دکاهن نه دی چه بعضی خبری پټوی دپاره د طلب د اجرت او دعزت په خلقو کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>