عَمَّ ۱۵۰۵ اَلْمُطَفِّفِين

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ ﴿۷﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ ﴿۸﴾ كِتَابٌ مَرْقُومٌ ﴿۹﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۰﴾ الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۱۱﴾ وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ﴿۱۲﴾ إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۴﴾ كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ ﴿۱۵﴾

هیچ چیری داسی نه ده په کار یقیناً عملنامه د بدکارو خامخا په سجین کښی ده ﴿۷﴾
او څه څیز پوهه درکړی ده تاته چه څه دی سجین ﴿۸﴾
دفتر (رجسټر) دی لیکلی شوی ﴿۹﴾
تباهی ده په دغه ورځ دتکذیب کوؤنکو لره ﴿۱۰﴾
هغه کسان چه تکذیب کوی د ورځ د جزاء ﴿۱۱﴾
او تکذیب نه کوی ددغه ورځ مگر هر حدنه تیروتونکی ډیر گنهگار ﴿۱۲﴾
کله چه الوستلی شی په هغه باندی آیاتونه ځمونږ دی وائي دا خو دروغ قصی دی د زړو خلقو ﴿۱۳﴾
هیچ چیری داسی نه ده بلکه زنگ راغلی په زړونو ددوی په سبب دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۱۴﴾
یقیناً داسی ده چه دا خلق دخپل رب نه (دیدار دهغه نه) په دغه ورځ به په پردو کښی وی (منع به کړی شی) ﴿۱۵﴾

[۷] (كِتَابَ الْفُجَّارِ) یعنی د کتاب داعمالودشیاطینو او کافرانو اوفاسقانو به سجین کښی دی روستو دمرگ دهغوی نه دارنگ روح د کافرانو لیکلی کیږی په سجین کښی لکه په حدیث د مسند احمد کښی راغلی دی (سِجِّينٌ) د سجن نه ماخوذ دی یعنی هغه ځای چه ډیرتنگ دی او دټول عالم نه خکته دی اوهغی ته اسفل السافلین هم وئیلی کیږی نوهغه نوم د یو دفتردی چه په هغی کښی عملنامی د فجارو پرتی وی اوپه یوقول د ابن عباس رضی اللّه عنهما سره په هغی کښی ارواح د فجارو هم وی -
[۹،۸] اول آیت کښی هیبت شان د سجین ته اشاره ده او معلومه شوه چه دقرآن د نزول نه مخکښی نبی ﷺ اوقوم د هغه سجین نه پیژندلو دوهم آیت کښی تفسیر دسجین دی -
[۱۱،۱۰] داهم داخل دی په تخویف کښی (الَّذِينَ) دا تفسیر د مکذبینو دی تفسیر د عام دی په خاص سره اشاره ده چه تکذیب دیوم الدین سبب دی د هرتکذیب -
[۱۳،۱۲] دا صفات دی د مکذب په طریقه د حصر سره یعنی هرڅوک چه موصوف وی په دری صفتونو سره نوهغه به مکذب د یوم الدین وی (مُعْتَدٍ) معتد په افعالو کښی د حلال او حرام فرق نه کوی (أَثِيمٍ) اثیم دی په اقوالو کښی دروغ وائی او سب او شتم د حق پرستو کوی -
[۱۴] داهم زجردی (رَانَ) د رین نه دی گناهونه د گناهونو پاسه کول تردی چه غالب شی په زړه باندی داپه زړونو د کافرانوپوری خاص دی - او الغیم په زړونو د ابرارو باندی راتلی شی او ابن قیم وئیلی دی چه اول رین دی بیا چه زیات شی نو طبع ده بیا ورپسی اقفال دی اودا صفتونه د زړونو د کافرانو دی -
[۱۵] (لَمَحْجُوبُونَ) خاوندان د حجاب به وی دا دلیل دی چه د اللّه تعالٰی دیدن کیدی شی ځکه چه محجوب د اللّه تعالٰی صفت نه دی بلکه د کافرانو صفت دی او دارنگ ددی آیت د مفهوم نه امام مالک او امام شافعی رحمهما اللّه دلیل نیولی دی چه مؤمنان به په قیامت کښی د اللّه تعالٰی دیدن کوی ځکه چه که مؤمنان هم محجوب وی نود کافرانو د تخصیص دپاره څه وجه نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>