عَمَّ ۱۴۹۲ عَبَسَ

أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى ﴿۵﴾ فَأَنْتَ لَهُ تَصَدَّى ﴿۶﴾ وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى ﴿۷﴾ وَأَمَّا مَنْ جَاءَكَ يَسْعَى ﴿۸﴾ وَهُوَ يَخْشَى ﴿۹﴾ فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهَّى ﴿۱۰﴾ كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ ﴿۱۱﴾ فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ ﴿۱۲﴾ فِي صُحُفٍ مُكَرَّمَةٍ ﴿۱۳﴾ مَرْفُوعَةٍ مُطَهَّرَةٍ ﴿۱۴﴾

څوک چه بی پرواه کړی دی ځان ﴿۵﴾
نو ته هغه ته ور مخکښی کیږی ﴿۶﴾
او نیشته په تاباندی گناه که نه شی دی پاک ﴿۷﴾
او هغه څوک چه راغلی دی تاته منډی وهی ﴿۸﴾
اوهغه ویره کوی ﴿۹﴾
نوته دهغه نه غفلت کوی ﴿۱۰﴾
داسی نه ده په کار یقیناً دا نصیحت دی ﴿۱۱﴾
نود چاچه خوښه شی دادی یاد کړی ﴿۱۲﴾
(لیکلی شوی دی) په پانړو عزت والا کښی ﴿۱۳﴾
پورته کړی شوی دی پاکی ساتلی شوی دی ﴿۱۴﴾

[۷،۶،۵] دا ذکر دمعاند دی (اسْتَغْنَى) په سبب د مال سره چه د اللّه تعالٰی ددین نه ځان بی پرواه کړی دی، باب د استفعال ددی دپاره راوړو چه انسان په اصل کښی غنی نشی کیدی (غنی بی حاجته وی) لیکن ځان قصداً بی حاجته ښکاره کړی (وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى) دا تسلی ده نبی ﷺ ته یعنی ددوی تزکی په تاباندی واجب نه ده او دتزکیه د نه قبلولو گناه په تاباندی نیشته ته خوصرف تبلیغ او دعوت کوه که څوک ئی منی او که نه منی -
[۱۰،۹،۸] دا صفات د انابت کوؤنکی دی (يَسْعَى) کوشش کوی په طلب دهدایت او دعلم کښی (وَهُوَ يَخْشَى) یعنی دا سعی دوجی د خشیت الٰهیه نه ده د غرض دنیوی دپاره نه ده -
[۱۲،۱۱] په دی آیاتونو کښی ترغیب الی القرآن دی (كَلَّا) یعنی دضدی د عنادی د وجی نه د انابت کوؤنکی نه مخ اړول نه دی په کار یا کلا په معنیٰ د حقا سره دی (إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ) ابن کثیروئیلی دی چه دی ماقبل خصلت ته راجع دی چه د غنی او فقیر او ادنیٰ او اعلیٰ برابری کوه دا تذکره ده او تنکیردپاره دتعظیم دی (ذَكَرَهُ) وعظ دی واخلی دقرآن نه یا دی یاد کړی قرآن لره او ددی اوامرو نواهیو او مواعظو لره - او هُوَ ضمیر تذکره ته راجع دی په تاویل دذکر یا دقرآن یا دوحی سره -
[۱۶،۱۵،۱۴،۱۳] په دی کښی ذکر دعظمت دقرآن دی چه هغه سبب دی د تذکره کیدلو دپاره - اوپه دی کښی دری صفات د صحف او دری د ملائکو ذکرکوی چه حاملان قرآن دی (فِي صُحُفٍ) یعنی دا قرآن منقول دی د لوح محفوظ نه او لیکلی شوی دی په صحف د ملائکو کښی یا مراد د صحف نه صحف د ابراهیم او موسیٰ دی په قرینه د سورة اعلیٰ (۱۹،۱۸) سره (مُكَرَّمَةٍ) کرامت دهغی په وجه د کرامت د نازلوؤنکی دی یعنی اللّه تعالٰی کریم دی نووحی دهغه هم کرامت والا ده او کرامت دادی چه دا صحیفی د علمونو او حکمتونو نه ډکی دی (مَرْفُوعَةٍ) قدر او منزلت ئی اوچت دی یا اوچتی په اووم آسمان کښی پرتی دی (مُطَهَّرَةٍ) د شکونو اوشبهاتو نه او دلاسونو دشیطانانونه او د کمی او زیاتی نه بچ ساتلی شوی دی (سَفَرَةٍ) جمع د سافرده اوسفرکتابت ته وئیلی شی یعنی ملائک کتابت کوی ددغه صحیفو یاد عملونو دبندگانو یا جمع د سفیرده نو ملائک سفیران دی په مینځ د اللّه تعالٰی او دپیغمبرانو کښی - (كِرَامٍ) عزت مند په نیز درب ددوی هغه څوک دی چه ځان بچ ساتونکی وی د گناهونو او غوره کوؤنکی وی فائدی دبل چالره په خپله فائده باندی دا ټول کرامات دی (بَرَرَةٍ) جمع دبار ده پوره اطاعت کوؤنکی د اللّه تعالٰی او رشتینی په اعمالو کښی - ابن کثیر لیکلی دی چه حامل دقرآن لره په کار دی چه دهغه ټول اعمال او اقوال دی په طریقه درشد سره وی یعنی د سنت سره دی پوره موافق وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>