عَمَّ ۱۴۹۱ عَبَسَ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عَبَسَ وَتَوَلَّى ﴿۱﴾ أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَى ﴿۲﴾ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى ﴿۳﴾ أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرَى ﴿۴﴾

خفه شو او مخ ئی اوگرځوؤ ﴿۱﴾
ددی وجی نه چه راغی ورته ړوند ﴿۲﴾
او څه څیز تاله پوهه درکړی ده چه کیدی شی چه دی به پاک شی ﴿۳﴾
یا به نصیحت واخلی نو نفع به ورکړی ده ته نصیحت ﴿۴﴾

سورة عبس
دی ته سورة السفر او سورة الاعمیٰ او سورة الضاخة هم وئیلی شی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف دنیوی وؤ دپاره د منکرینو په دی سورة کښی سخت رجردی هغوی ته - دوهمه وجه داده په هغه سورة کښی ذکراوشو ددوه فریقونو په دی سورة کښی فرق ذکرکوی په اعتبار د فائدی اخستلو دقران نه او ضد کول دهغی سره -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دفرق په مینځ ددوه فریقو کښی دی په آخرت کښی چه دهغه فرق اثربه ددوی په مخونو کښی ښکاره شی ځکه چه دنیا کښی ددوی فرق وؤ په باره دقرآن کښی اودارنگ ذکرکوی فرار دیوبل نه په آخرت کښی ځکه چه په دنیا کښی ئی حقوق دیوبل ضائع کړی وؤ - په دی سورة کښی اسماء‌ حسنیٰ نه دی ذکرکړی لیکن صفات فعلیه د اللّه تعالٰی ئی یوولس ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة : اول ئی ذکرکړی دی صفت د نبی ﷺ په باره ددعوت الی القرآن کښی په هرقسم مانع باندی د خفه کیدلو - بیائی ذکر د ادب د دعوت کړی دی چه هغه فرق کول دی په مینځ دمنیب او معاند کښی تر (۱۰) پوری بیا ترغیب دی قرآن ته په طریقه دعموم سره (چه په دی کښی دچا خصوصیت نشی کیدلی) په پنځه وجوهوسره تر (۱۶) پوری بیا سخت زجردی په منکرینو دبعث بعدالموت باندی په ذکر دلس احوالو دقیامت تر (۲۳) پوری بیا تخویف دی په ذکر دهیبتونو دقیامت په پنځه وجوهوسره او بیا فرق د مخونو دفریقینو ذکردی -

تفسیر

[۲،۱] دا آیاتونه ترلس پوری اشاره ده واقعی (قصّی) د عبداللّه ابن ام مکتوم رضی اللّه عنه ته چه نبی ﷺ مشغول وؤ په دعوت کولو کښی غټانو مشرکینوته په دی امید چه دوی اسلام راوړی اوددوی په وجی سره به نورخلق هم اسلام راوړی نوپه دغه وخت کښی ابن ام مکتوم رضی اللّه عنه راغی (چه پیدائشی ړوند وؤ) او د رسول اللّٰه ﷺ سره ئی دینی خبری شروع کړلی چه په هغی سره هغه دعوت د مشرکانو قطع شو په دی وجی سره نبی ﷺ خفه شو او مشرکان هم غصه شول چه ځمونږ خبری دی ړوند فقیر ولی قطع کړی نو دهغه په باره کښی د ایاتونه نازل شول (عَبَسَ وَتَوَلَّى) -
فائده: دی ته عتاب او زورنه وئیل مناسب نه دی بلکه تعلیم د ادب ددعوت دی اود هغی په ضمن کښی مدح د نبی ﷺ ده مدحه داده چه نبی ﷺ په دعوت کولو کښی دومره زیات حرص کوؤنکی وؤ چه د خپل ملگری صحابی په رکاوټ باندی خفه وؤ ځکه دغه صحابی خو هسی هم ایمان راوړی وؤ ضرورت دا وؤ چه دا نور خلق ایمان راوړی ددی وجی نه بعضو اهل علمو وئیلی دی چه په اصل کښی بی ادبی ابن ام مکتوم کړی وه لیکن هغه معذوره وؤ ددی وجی نه هغه د زورنی حق دار نه وؤ - او تعلیم د ادب د دعوت دادی چه په داسی حال کښی چه تعارض راشی یعنی یوطرف ته دعوت ورکول وی مالداروعنادیانو مشرکانوته اوبل طرف ته ارشاد وی یو منیب مسکین معذوره ملگری ته نودا منیب به مقدم کولی شی په هغه عنادیانو باندی دهغوی د خفگان هیڅ پرواه نشی کیدلی -
[۴،۳] په دی آیاتونو کی مقابله ذکرکوی دصفتونو د منیب او د عنادی دپاره ددی چه رعایت کول د منیب په کار دی (يَزَّكَّى او يَذَّكَّرُ) فرق دادی چه تزکیه طهارة د نفس دی د حرامونه او تذکر عمل کول دی په اوامرو د اللّه تعالٰی باندی او دارنگ تزکیه ایمان راوړل دی بغیرد احتیاج نه وعظونو او دلیلونواو تذکیر غوږ کیخودل دی وعظونو او دلیلونو ته اوبیا په هغی باندی عمل کول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>