عَمَّ ۱۴۹۰ اَلنَّازِعَات

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى ﴿۴۰﴾ فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى ﴿۴۱﴾ يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا ﴿۴۲﴾ فِيمَ أَنْتَ مِنْ ذِكْرَاهَا ﴿۴۳﴾ إِلَى رَبِّكَ مُنْتَهَاهَا ﴿۴۴﴾ إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ يَخْشَاهَا ﴿۴۵﴾ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا ﴿۴۶﴾

او هغه څوک چه ویره ئی کړی ده د اودریدلو د رب خپل نه او منع کړی دی ځان خپل د خواهش نه ﴿۴۰﴾
نو یقیناً جنت دا ځای د ورتللو دهغه دی ﴿۴۱﴾
تپوس کوی دوی ستانه په باره دقیامت کښی چه کله به وی اودریدل د هغی ﴿۴۲﴾
په څه کښی ئی ته د یاداشت د هغی نه ﴿۴۳﴾
خاص ستا رب ته گرځیدل د علم د هغی دی ﴿۴۴﴾
یقیناً‌ ته ویروؤنکی دهغه چائی چه ویریږی د قیامت نه ﴿۴۵﴾
گویا چه دوی په کومه ورځ چه اوبه وینی قیامت لره (گمان به اوکړی) چه نه وؤ حصارشوی مگر مازیگری یا ساخت د مازیگر په شان ﴿۴۶﴾

[۴۱،۴۰] دا بشارت دی دوهم قسم ته (مَقَامَ رَبِّهِ) اودریدل مخامخ رب ته په ورځ دحساب کښی یا په دنیا کښی مراد دی یعنی په وخت د گناه کولو کښی د اللّه تعالٰی دپیشئ نه اویریږی او گناه پریږدی یا قیام د رب په معنیٰ دعلم او قدرت د رب سره دی په مخلوق باندی یعنی ویره کوی چه اللّه تعالٰی ځما په سر حاضردی او قادر دی نو دگناهونو نه ځان ساتی (وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى) دا عطف د مسبب دی په سبب باندی یعنی خوف سبب دمنع کیدلو د گناهونو نه دی یعنی نفس اماره بالسوء لره د اتباع د خواهش بلکه د فکر او ارادی د خواهشاتو نه منع کوی - سهل تستری وئیلی دی چه ترک د هویٰ چابی دجنت ده نو دارنگ اتباع د هویٰ چابی د گناهونونه ده -
[۴۲] دا رجردی په انکار د قیامت روستو د ذکرکولو د احوالو دهغی نه -
[۴۵،۴۴] (إِلَى رَبِّكَ) یعنی د چانه چه تپوس دقیامت په باره کښی اوکړی شی نو هغه ئی راجع کوی اللّه تعالٰی ته او علم ددی په اللّه تعالٰی پوری خاص دی لکه په سورة حٰم سجده (۴۷) او سورة اعراف (۱۸۷) کښی ذکرشوی دی (إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرُ) او شان دمنذر دپاره نفس علم قیامت د راتللو په دلیلونو سره کافی دی او هرچه علم دوخت معینه دی نو هغه نذیردپاره هیڅ ضروری نه دی (مَنْ يَخْشَاهَا) تخصیص ددوی ددی وجی نه دی چه د انذار فائده د خشیت والی (ویریدلو) اخلی لکه په سورة یٰس (۱۱) کښی دی -
[۴۶] دا جواب دی په بله طریقه سره یعنی دوی خو سوالونه کوی دقیامت په باره کښی ددی وجی نه چه ددنیا ژوند ورته ډیر اوږد ښکاره کیږی - لیکن هرکله چه دوی قیامت اووینی نو فیصله به اوکړی چه ددنیا عمر خو نیمه ورځ وؤ (عَشِيَّةً) د ماسپخین نه ترغروب د نمرپوری وخت ته وئیلی شی - (أَوْ ضُحَاهَا) ها ضمیر راجع دی عشیةً ته (سوال) ضحا دورځی ټکړه ده دطلوع د نمرنه ترزوال پوری نو اضافت ئی عشیةً ته ولی اوشو؟ (جواب) د اضافت د وجی د ادنیٰ ملابست نه دی او اشاره ده چه وخت د ضحیٰ برابر دی (تقریباً) دوخت د عشیةً سره یعنی نیمه ورځ ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>