عَمَّ ۱۴۸۹ اَلنَّازِعَات

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا ﴿۳۰﴾ أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا ﴿۳۱﴾ وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا ﴿۳۲﴾ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿۳۳﴾ فَإِذَا جَاءَتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَى ﴿۳۴﴾ يَوْمَ يَتَذَكَّرُ الْإِنْسَانُ مَا سَعَى ﴿۳۵﴾ وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَنْ يَرَى ﴿۳۶﴾ فَأَمَّا مَنْ طَغَى ﴿۳۷﴾ وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۳۸﴾ فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى ﴿۳۹﴾

او ځمکه پس ددینه غوړلی ده هغه ﴿۳۰﴾
راویستلی دی دهغی نه اوبه د هغی او گیاگانی دهغی ﴿۳۱﴾
او غرونه اودرولی دی اللّه تعالٰی ﴿۳۲﴾
دپاره د فائدی ستاسو اودپاره د څاروؤ ستاسو ﴿۳۳﴾
نوکله چه راشی هنگامه لویه ﴿۳۴﴾
په دغه ورځ یادوی انسان هغه عمل چه ده کړی دی ﴿۳۵﴾
او ښکاره به کړی شی جهنم هغه چالره چه وینی ئی ﴿۳۶﴾
نو هغه څوک چه کړی ده سرکشی ﴿۳۷﴾
او غوره کړی دی ژوند دنیوی ﴿۳۸﴾
نو یقیناً جهنم دا ځای د ورتللو دهغه دی ﴿۳۹﴾

[۳۰] د علوی دلیل نه روستو سفلی دلیل ذکرکوی (دَحَاهَا) دَحوَ، غوړولو (بسط) ته وئیلی شی او برابرول د پاره داوسیدلو ته هم دَحوَ وئیلی شی (بَعْدَ ذَلِكَ) (سوال) ددی آیت نه معلومیږی چه ځمکه ئی د آسمانونو نه روستو جوړه کړی ده اوسورة بقره (۲۹) او سورة حٰم سجده (۹) نه معلومیږی چه ځمکه ئی مخکښی پیدا کړی ده؟ (جواب) ابن کثیرپه تفسیر دسورة بقره کښی وئیلی دی چه پدائش د ځمکی مخکښی د آسمان نه، په دی کښی د علماؤ د اختلاف نه خبرنه یم (یعنی اجماعی خبره ده) ماسیوا دهغی نه چه ابن جریر د قتاده نه روایت کړی دی اوقرطبی په دی کښی توقف کړی دی او ابن عباس رضی اللّه عنهما نه ددی تپوس کړی شوی وؤ نو هغه جواب ورکړو چه ځمکه د آسمان نه مخکښی پيدا کړی شوی ده لیکن غوړولی شوی ده روستود آسمان نه اوقرطبی دلته بله توجیه دا کړی ده چه بَعدَ په معنیٰ د مع دی او معنیٰ دمعیّت داده چه په پیدائش کښی دواړه ملگری دی اگرچه یومخکښی او بل روستو دی او دی ته تعقیب ذکری هم وئیلی کیږی -
[۳۳،۳۲،۳۱] دا تفسیر دَحوَ دی یعنی نهرونه او غرونه ئی په کښی جوړ کړل، د مخلوق دفائدی دپاره تیاره کړی شوه (مَاءَهَا) مراد ددی نه اوبه د چینو او کویانو وغیره دی چه دا اوبه په ځمکه کښی امانت پرتی دی او په اصل کښی دا اوبه آسمانی دی (وَمَرْعَاهَا) مراد ددی نه هغه بوټی اونی دی چه د انسانانو منافع په هغی باندی موقوف دی یعنی دانی هرقسمو میوی هرقسم لرگی او کپړی (جامی) او اور چه د ځمکی د لرگو نه پیدا کیږی او مالگه چه د اوبو نه پیدا کیږی -
[۳۶،۳۵،۳۴] دا تخویف اخروی دی په ذکر دهیبتونو دقیامت سره تر (۳۹) پوری (الطَّامَّةُ) دا په اصل کښی هغه سیلاب د اوبو ته وئیلی شی چه کویان کندی هرڅه ډک کړی طم دفن کول او اوچت والی ته وئیلی کیږی نودا نوم دقیامت دی یعنی داسی مصیبت چه په هرڅیز باندی به احاطه اوکړی اود هرمصیبت نه به اوچت وی (لِمَنْ يَرَى) مراد ددی نه هرصاحب د رؤیت دی که مؤمن وی او که کافروی ځکه ددی نه روستو تفصیل ددواړه فریقو دی او مؤمن چه جهنم لره اووینی نوقدر د نعمت دجنت به وسره ډیرشی -
[۳۹،۳۸،۳۷] (فَأَمَّا مَنْ طَغَى) دا جواب دی د فَإِذَا دپاره او تقسیم دخلقو دی دوه قسمونو ته طاغی کافر او مؤمن کامل او ذکر د فاسق ئی په اکثرو ایاتونو کښی پټ ساتلی دی دپاره د خوف دهغه او د رجا دهغه (طَغَى) د حدود شرعیو نه تجاوز کول په حقوق اللّه او حقوق العباد کښی، اوپه طغیان کښی انتهائی درجه مراد ده چه هغه کفر او شرک دی (وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) یعنی ددنیا په مینه کښی دومره منهمک شوی دی چه آخرت ئی بالکل هیرکړی دی او عطف دسبب دی په مسبب باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>