عَمَّ ۱۴۹۳ عَبَسَ

بِأَيْدِي سَفَرَةٍ ﴿۱۵﴾ كِرَامٍ بَرَرَةٍ ﴿۱۶﴾ قُتِلَ الْإِنْسَانُ مَا أَكْفَرَهُ ﴿۱۷﴾ مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ ﴿۱۸﴾ مِنْ نُطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ ﴿۱۹﴾ ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ ﴿۲۰﴾ ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ ﴿۲۱﴾ ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنْشَرَهُ ﴿۲۲﴾

په لاسونو د لیکونکو ملائکو ﴿۱۵﴾
عزت منده نیکان ﴿۱۶﴾
تباه دی شی انسان ځومره غټ کافر دی ﴿۱۷﴾
د څه څیزنه ئی پیدا کړیدی دی ﴿۱۸﴾
د نطفی نه ئی پیدا کړی دی و اندازه کړی دی ﴿۱۹﴾
بیا لارئی ورته اسانه کړی ده ﴿۲۰﴾
بیائی مړ کړی دی نو قبرته ئی بوتلی دی ﴿۲۱﴾
بیا کله چه اوغواړی نورا اوچت به کړی ده لره ﴿۲۲﴾

[۱۷] روستو د ذکر دعظمت دقرآن نه زجرشدید دی مخالفت او عناد کوؤنکی ته دقرآن سره -
[۱۹،۱۸] دا تفصیل دخلق انسان او دلیل دی دترک کفر نو کفرکول دده عجیبه دی (فَقَدَّرَهُ) برابرول د اندامونو او دقدو قامت اوتقدیر دسعید او شقی او د اجل او رزق ته دا لفظ‌ شامل دی لکه چه په سورة کهف (۳۷) او سورة انفطار (۷) کښی دی -
[۲۰] (السَّبِيلَ) مراد ددی نه لاردوتلو دبچی ده د خیټی دمورنه چه هغه اللّه تعالٰی آسان کړی ده، شربینی لیکلی دی چه بچی د مورپه رحم کښی سر بره او خپی ئی کوزی وی لیکن په وخت د پیدائش کښی سرمخکښی او خپی روستو شی دا آسانول د اللّه تعالٰی دطرف نه دی یامراد د سبیل نه لار دهدایت او لار دگمراهئ ده -
[۲۱] (ثُمَّ) دلیل دی چه د پيدائش او د مرگ په وخت کښی اکثر فاصله وی او فا په فاقبره کښی اشاره ده چه دفن متصل په کار دی یعنی دغسل، تجهیز، تکفین جنازی او دفن په کارونو کښی اسراع (تادی) په کار ده لکه چه حدیث کښی دی (اسرعوا بالجنازةِ) (أَمَاتَهُ) دا دلیل دی چه مرگ هم په حکم او اختیار د اللّه تعالٰی سره دی طبعی امرنه دی لکه چه دهریان وائی (فَأَقْبَرَهُ) قبره او اقبره کښی فرق دادی چه اول په معنیٰ ددفن کولو په خپلو لاسونو سره دی او دوهم په معنیٰ د امرکولو دی په دفن سره او ددفن دپاره تیارول -
[۲۲] په دی کښی تذکیردی په دوباره ژوند سره (شَاءَ) اشاره ده چه د بعث بعدالموت مقرروخت د اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته معلوم نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>