عَمَّ ۱۴۸۵ اَلنَّازِعَات

يَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ﴿۶﴾ تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ﴿۷﴾ قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ ﴿۸﴾ أَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ﴿۹﴾ يَقُولُونَ أَإِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِي الْحَافِرَةِ ﴿۱۰﴾ أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا نَخِرَةً ﴿۱۱﴾ قَالُوا تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ﴿۱۲﴾

په هغه ورځ چه اوبه لړزیږی لړځیدونکی ﴿۶﴾
رابه شی ورپسی روستو راتلونکی ﴿۷﴾
زړونه په دغه ورځ درزیدونکی وی ﴿۸﴾
سترگی به دهغوی کوزی (لاندی) وی ﴿۹﴾
وائي‌ به دوی آیا مونږه به واپس کړی شو زوړ حالت ته ﴿۱۰﴾
آیا کوم وخت چه مونږ هډوکی زاړه شو ﴿۱۱﴾
وائي دوی دا په دغه وخت دوباره راتلل دی تاوانی ﴿۱۲﴾

[۷،۶] (الرَّاجِفَةُ) په معنیٰ د اول شپیلئ‌ ده چه هغه به ټوله ځمکه او څیزونه اجړقوی - یا الراجفة نه مراد ځمکه ده چه په هغی کښی به لویه زلزله راشی (الرَّادِفَةُ) دوهمه شپیلئ‌ ده دپاره د بعث بعدالموت اوپه حدیث سره ثابت دی چه ددواړو په مینځ کښی به څلویښت کاله فاصله وی په دی مینځ کښی نور څه نیشته ددی وجی نه ئی دوهمه شپیلئ‌ ته ئی رادفه اوئیل -
[۹،۸] اشاره ده چه اثردهیبت دهغه ورځ په زړونو او سترگو باندی هم دی (قُلُوبٌ) نکره ده مراد ددی نه بعضی قلوب دی یعنی زړونه دکافرانو -
[۱۰] دا زجردی په انکار د بعث بعدالموت سره نودا سبب دی دهیبت د زړونو او دسترگو چه مخکښی ذکرشول (فِي الْحَافِرَةِ) اولنی حالت، دنیا، ځکه چه په هغی کښی قبرونه کنستلی کیږی، اور د جهنم، اول قول غوره دی -
[۱۲،۱۱] (نَخِرَةً) زاړه، ذرّی ذرّی، ډډ (خالی) (خَاسِرَةٌ) واپس کیدل تاوانی دی، داپه طریقه د استهزاء سره وائی چه هرکله دنیا ته واپس راشو نو ځمونږ مالونه کورونه وغیره به نه وی نوداخو به ځمونږ نقصان وی - یا داچه دابه خسران وی په هغه چاباندی چه اوس دهغی تکذیب کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>