عَمَّ ۱۴۸۶ اَلنَّازِعَات

فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ ﴿۱۳﴾ فَإِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ ﴿۱۴﴾ هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى ﴿۱۵﴾ إِذْ نَادَاهُ رَبُّهُ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى ﴿۱۶﴾ اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿۱۷﴾ فَقُلْ هَلْ لَكَ إِلَى أَنْ تَزَكَّى ﴿۱۸﴾ وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى ﴿۱۹﴾ فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَى ﴿۲۰﴾ فَكَذَّبَ وَعَصَى ﴿۲۱﴾ ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَى ﴿۲۲﴾ فَحَشَرَ فَنَادَى ﴿۲۳﴾ فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى ﴿۲۴﴾

نویقیناً دا خو چغه یوه ده ﴿۱۳﴾
نو دغه وخت به دوی په ډاگه وی ﴿۱۴﴾
یقیناً راغلی دی تاته خبر د موسیٰ علیه السلام ﴿۱۵﴾
کله چه آواز ورکړو هغه ته رب دهغه په میدان کښی چه طویٰ دی ﴿۱۶﴾
لاړ شه فرعون ته یقیناً‌ هغه سرکشی کړی ده ﴿۱۷﴾
نو اوایه آیا ته غواړی داچه پاک شی ﴿۱۸﴾
او لار اوښایم تاته طرف د رب ستانه نو اوبه ویریږی ﴿۱۹﴾
نو اخودله ئی هغه ته نښه لویه ﴿۲۰﴾
نو تکذیب ئی اوکړو او نافرمانی ئی اوکړه ﴿۲۱﴾
بیائی شا اوگرځوله کوشش ئی کوؤ ﴿۲۲﴾
نو را جمع ئی کړل (ساحران) نو آواز ئی اوکړو ﴿۲۳﴾
اوئیل ئی زه رب یم ستاسو اوچت ﴿۲۴﴾

[۱۴،۱۳] (زَجْرَةٌ) آواز په زورنی سره مراد ترینه دوهمه نفخه (شپیلئ) ده اوپه دی تعبیرکښی اشاره ده چه په دی آواز سره به ټول مخلوق اودریږی او روستو به نشی تللی او محشر ته به جمع کیږی - (بِالسَّاهِرَةِ) مخ دځمکی چه صاف میدان به وی یعنی د خیټی د ځمکی نه به بهر میدان ته را اوځی چه نه به غرونه ډیرئ وی او نه به کندی وی -
[۱۶،۱۵] په دی واقعه ذکرکولو کښی روستو منکرینو ته تخویف دنیوی دی په اهلاک دفرعون سره د ال دهغه نه اگرچه ډیر طاقت ور وؤ یعنی دا منکرین به د عذاب د اللّه تعالٰی نه بچ نشی لکه چه فرعون بچ نه شو -
[۱۹،۱۸،۱۷] دا تفصیل دنداء‌ دی (فِرْعَوْنَ) مراد ورسره قوم دهغه دی لیکن تخصیص دهغه ددی وجی نه اوکړو چه هغه مقتدا وو اوهغه خلقو لره د هردین نه منع کړی وؤ ماسیوا دخپل دین نه او دا دهغه طغیان دی چه په (إِنَّهُ طَغَى) کښی ذکردی یعنی د حدنه تجاوز کول په کفراوشرک سره اوپه خلقو باندی ظلم کولو سره او دحق دین نه په منع کولوسره (فَقُلْ هَلْ لَكَ) دا طریقه د دعوت ده په نرمه لهجی سره - هَل لفظ دپاره د ترغیب دی او طلب د انابت دی حق ته (إِلَى أَنْ تَزَكَّى) تزکیه پاک والی باطنی ته وئیلی شی او هغه حاصلیږی په توحید سره اشاره ده چه شراوکفر پلیتی ده دهغی نه پاک والی حاصلیږی په ایمان او توحید سره او داتزکیه مستلزم ده بچ کیدلو لره دعذاب نه (وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ) اشاره ده چه فرعون په شرک فی الربوبیت کښی مبتلاء وؤ نو هغه ته دلیلونه د توحید د ربوبیت پیش کول ضروری وؤ -
[۲۰] ددی آیت نه دفرعونیانو لس حالات ذکرکوی (طریقه د انکار دهغوی او عذاب) (الْكُبْرَى) دا اسم جنس دی مراد ددی نه هغه ټول نهه معجزات دی چه موسیٰ علیه السلام راوړی وؤ اوبعضی مفسرینو دا خاص کړی دی معجزه دعصا پوری چه هغه په ظاهرکښی یوه معجزه وه او په اصل کښی ډیرو معجزاتو ته شامل وه (انقلاب دجنس، حیات په جماد کښی او اجزاء‌ ډیریدل، تیرول دډیرو څیزونو، لوی قوت او غلبه حاصلیدل) نو معلومه شوه چه دا لویه معجزه وه نودلیل دی په نبوت د موسیٰ علیه السلام او دلیل دی په عظیم قدرت د اللّه تعالٰی باندی (ثُمَّ أَدْبَرَ) د خپلی گمراهئ نه روستو د نورو خلقو د گمراه کولو کوشش کوی یعنی ضَال او مُضِل وؤ (أَدْبَرَ) شائی کړله حق ته یا شائی اوگرځوله موسیٰ علیه السلام ته یعنی هغه سره ئی خبری کول پریخودل او اراده د مقابلی ئی اوکړه یا شائی اوگرځوله د وجی د ویری دثعبان نه - (يَسْعَى) په اول دوه توجیهاتو (په ادبر) کښی معنیٰ داده چه کوشش شروع کړو دپاره د مقابلی کولو او دپاره دجمع کولو د ساحرانو اوبنا په دوهمه توجیه باندی مراد دادی چه منډی وهلی دپاره دبچ کیدلو د ښامار نه -
[۲۴] ابن کثیر ذکرکړی دی چه دا کلمه دفرعون د هغه کلمی نه چه په سورة قصص (۴۱) کښ ذکرده څلویښت کاله روستو ده د هغی کلمی مطلب دا وؤ چه فرعون شرک فی الالوهیت کوؤ اوددی کلمی مراد دادی چه دی مشرک فی الربوبیت وؤ او (رَبُّكُمُ الْأَعْلَى) نه ئی مراد دا وؤ چه دنیا خو صرف مصردی او ددی ټول تصرفات او انتظامات ځما په اختیار کښی دی ځما نه بره بل تدبیر کوؤنکی نیشته یعنی د اللّه تعالٰی دتصرف او تدبیر کولو نه ئی انکار اوکړو اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه مراد ئی دا وؤ چه نور الِهه هم ارباب دی هریو د یو حاجت پوره کولو یاد خاص مصیبت لری کولو ذمه دار دی او زه (فرعون) خو د ټولو حاجاتو پوره کولو ذمه وار یم نو د نورو نه اعلیٰ شوم -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>