عَمَّ ۱۴۸۴ اَلنَّازِعَات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا ﴿۱﴾ وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا ﴿۲﴾ وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا ﴿۳﴾ فَالسَّابِقَاتِ سَبْقًا ﴿۴﴾ فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا ﴿۵﴾

قسم دی په هغه ملائکو چه راکاږی روح د کافرانو په سختئ‌ سره ﴿۱﴾
او قسم دی په هغه ملائکو چه پرانځی روح د مؤمنانو په آسانو پرانستلو ﴿۲﴾
او قسم دی په هغه ملائکو چه لامبووهی لامبو وهل ﴿۳﴾
بیا مخکښی کیږی حکم د اللّه تعالٰی ته په مخکښی کیدلوسره ﴿۴﴾
بیا انتظام کوؤنکی دی د بعضی کارونو ﴿۵﴾

سورة النازعات
اوددی نومونه، سورة الساهرة، سورة الطامّة دی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه مخکښی سورة کښی سخت زجر وؤ په منکرینو د بعث باندی نواوس په دی سورة کښی تخویف دنیوی دی په واقعه د فرعونیانو سره - دوهمه وجه په هغه سورة کښی اثبات دبعث دپاره عقلی دلیلونه وؤ نوپه دی سورة کښی سره د دلیلونو شواهد هم ذکر کوی -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دقیامت دی په شواهدو او په هیبتونو او په تخویف دنیوی او دلیلونو سره او اسماءِ حسنیٰ په کښی دری اوصفات فعلیه په کښی لس ذکردی -
خلاصه ددی سورة: اول ئی پنځه شواهد ذکرکړی دی بیاپنځه اوحوال دحشر تر (۱۰) پوری بیا پنځه آیاتونو کښی زجرونه دی بیا تخویف دنیوی دی په واقعه د فرعونیانوسره په لس آیاتونو کښی بیا لس عقلی دلیلونه دی تر (۳۳) پوری بیا تخویف اخروی دی په د ذکر د څلورو احوالو دقیامت، سره دذکر دسبب نه چه طغیان دی بیا بشارت دی په ذکردسبب دهغی سره تر (۴۱) پوری بیا زجردی په څلورو طریقو سره په سوال او جواب سره ترآخر دسورة پوری -

تفسیر

[ ۱ نه تر ۵ پوری] دا قسمونه دپاره دشهادت دی او مقسم بهِ هغه څیزونه دی چه دا پنځه دهغوی صفتونه دی او صفتونه ئی په ځای د موصوف قائم کړی دی اوصفتونه ددی وجی نه ذکرکړی دی چه دخل په شهادت کښی دغه صفتونو لره دی صرف ذواتو لره نه دی - بیاپه دی کښی اختلاف دی دمفسرینو بعضو وئیلی دی چه دا صفتونه د یو موصوف دپاره دی او عطف د صفت په صفت باندی مشهور دی نو بِنا په دی باندی قسم یو دی - یعنی اول واو قسمیه دی او روستو دوه واوؤنه او دوه فاگانی دپاره د عطف دی - اوبعضو وئیلی دی چه دا صفتونه د جدا جدا موصوفاتو دی نو پنځه قسمونه شول - بیاپه اول قول سره (چه موصوف یوشی) نوپه هغی کښی مشهورپنځه اقوال دی اول داچه دا ټول صفتونه د ملائکو دی چه په قبض د ارواحو باندی مقرر دی - دوهم دا چه صفتونه د حمله کوؤنکو اسونو دی لکه والعادیات اه، په شان - دریم دا صفتونه دنیکانو خلقو دی چه ددعوت او تبلیغ ددین حق کوی - څلورم دا صفتونه د ستورو دی - پنځم دا صفتونه د ارواحو د نیکانو خلقو دی اوددی نه علاوه نور اقوال هم غیرمشهورشته دی - دمفسر ابن جریر رائ داده چه دلیل قطعی دهیڅ یو موصوف په تعیین باندی نیشته نو چه دا صفتونه د هرموصوف سره مناسب وی (اودقرآن د شان نه لری نه وی) نوهغه ټول مراد کیدلی شی او دمفسرابن عطیه نه علامه الوسی نقل کړی دی چه ماته خلاف نه دی معلوم په دی خبره کښی چه مراد په دی سره ملائک دی او الوسی وئیلی دی چه پټه دی نه وی چه اکثر ددی اقوالو لائق نه دی دشان د عظمت دقرآن سره اوپوره مناسبت نیشته دهغی دقرآن سره خصوصاً حمل کول ددی صفاتو په ستورو باندی د نجومیانو او فلاسفو د باطل قول تائید کوی چه هغوی ستورو لره تاثیر ثابته وی او دارنگ حمل کول په ارواحو نیکانو بزرگانو باندی د کم عقل خلقو د عقیدی تائید کوی چه هغوی عقیده لری چه اولیاء کرام روستو دمرگ نه هم په عالم کښی تصرف کوی یعنی بیماران جوړوی غرقیدونکی له نجات ورکوی او مدد کوی په مقابله د دشمنانو کښی په دی عقیدی سره چه اللّه تعالٰی دا تصرفات دوی ته سپارلی دی - اوبعضی دا خاص کوی په پنځه اولیاؤ پوری اودا ټول جهل دی (بلکه صریح شرک دی ځکه چه داخو مخلوق لره د اللّه تعالٰی په صفتونو کښی برخه ورکول دی) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>