عَمَّ ۱۴۸۳ اَلنَّبَا

رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَنِ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا ﴿۳۷﴾ يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا لَا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا ﴿۳۸﴾ ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ مَآبًا ﴿۳۹﴾ إِنَّا أَنْذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا ﴿۴۰﴾

رب د آسمانونو او دځمکی دی او دهغی چه په مینځ ددی دواړو کښی دی رحمان ذات دی نه به لری وس دهغه سره د خبرو کولو ﴿۳۷﴾
په هغه ورځ چه اودریږی روح او ملائک صفونه خبری به نشی کولی مگر هغه څوک چه اذن (اجازت) کړی وی هغه ته رحمٰن ذات او وئیلی وی حقه خبره ﴿۳۸﴾
دغه ورځ حقه ده نو څوک چه اوغواړی او دی نیسی رب خپل ته لار د ورتللو ﴿۳۹﴾
یقیناً مونږ ویره درکړی ده تاسو ته د عذاب نزدی نه په هغه ورځ چه اوبه وینی هرسړی هغه عمل چه مخکښی لیږلی دی لاسونو دده او وائي‌ به کافر هائ ارمان دی چه وی زه خاوری ﴿۴۰﴾

[۳۷] (لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا) مراد د خطاب نه مطلق خبری کول دی یاخبره د سفارش د چادپاره ، یا مراد ددی نه اللّه تعالٰی ته امر او حکم کول دی په دی کښی هیڅ څوک دهیڅ خبری طاقت او اختیار نه لری هان شفاعت بالاذن ترینه مستثنیٰ دی لکه سورة بقره (۲۵۵) اوسورة هود (۱۰۵) اوپه دی آیت کښی توحید د ربوبیت او رد د شفاعت شرکیه (قهریه) دی -
[۳۸] (الرُّوحُ) په دی کښی قرطبی اته اقوال نقل کړی دی:
(۱) ارواح د بنی د آدم اسم جنس دی مراد ترینه جمع ده (۲) جبرئیل علیه السلام چه هغه ته روح القدس او روح الامین هم وئیلی شوی دی (۳) یو ملک دی د ملائکونه چه هغه د ډیر غټ والی د وجی نه به مستقل صف وی - (۴) ټول بنو آدم مراد دی ـ (۵) دا مستقل لښکری د اللّه تعالٰی د لښکرونه غیر د ملائکونه (۶) قرآن مراد دی لکه چه په سورة شوریٰ (۵۲) کښی دی - (۷) اشراف د ملائکو - (۸) مستقل مخلوق په شکل د بنوآدم لیکن غیر دهغوی نه - ابن جریر په دی کښی توقف کړی دی او ابن کثیر څلورم قول غوره کړی دی او اکثرو مفسرینو دوهم قول غوره کړی دی (لَا يَتَكَلَّمُونَ) دلته مراد د بل چا دپاره شفاعت کول دی اوپه لایملکونه منه خطابا کښی عام مراد وؤ یاد ځان دپاره څه خبره کول مراد وؤ داسی په سورة هود (۱۰۵) کښی هم تیرشوی دی اوپه حدیث کښی راغلی دی چه خبری به نشی کولی هیڅ څوک سیوا د رسولانو نه (وَقَالَ صَوَابًا) مراد ددینه حقه وینا کول دی نوکلمه د توحید وئیل په دنیا کښی او صرف دمؤمن د پاره شفاعت کول په آخرت کښی داپه صواب کښی داخل دی -
[۳۹] په دی آیت کښی ئی د انسان دپاره مشیت ثابت کړی دی اگرچه دا مشیت مقید دی په مشّیت د اللّه تعالٰی پوری -
[۴۰] (عَذَابًا قَرِيبًا) مراد ددی نه عذاب قیامت دی یا عذاب دقبر په دلیل د مابعد سره، عذاب ددنیا مراد نه دی او هرهغه څیز چه راتلونکی وی نوقریب وی او قیامت ته قریب وئیلی شوی دی په سورة معارج (۷) کښی (كُنْتُ تُرَابًا) په دی کښی دوه اقوال دی اول داچه په دنیا کښی خاوری وی او زه انسان مکلف نه وی دوهم قول داچه خاورو سره خاوری وی یعنی دوباره ژوندون نه وی - اوددی تائید په سورة نساء (۴۲) کښی تیرشوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>