عَمَّ ۱۴۸۲ اَلنَّبَا

إِنَّهُمْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ حِسَابًا ﴿۲۷﴾ وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كِذَّابًا ﴿۲۸﴾ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ كِتَابًا ﴿۲۹﴾ فَذُوقُوا فَلَنْ نَزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًا ﴿۳۰﴾ إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا ﴿۳۱﴾ حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا ﴿۳۲﴾ وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا ﴿۳۳﴾ وَكَأْسًا دِهَاقًا ﴿۳۴﴾ لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا ﴿۳۵﴾ جَزَاءً مِنْ رَبِّكَ عَطَاءً حِسَابًا ﴿۳۶﴾

یقیناً‌ دوی وؤ چه نه ئی لرلو امید د حساب ﴿۲۷﴾
دروغژن گنړل آیاتونه ځمونږ په دروغژن گنړلو ﴿۲۸﴾
او هرڅیزرا گیرکړی دی هغه مونږ په لیکلوسره ﴿۲۹﴾
نو اوڅکئ چیری نه زیاتوؤ مونږ تاسولره مگرعذاب ﴿۳۰﴾
یقیناً متقیانو لره ځای د کامیابی دی ﴿۳۱﴾
باغونه او انگور ﴿۳۲﴾
او ځوانی جینکئ همزولی ددوی ﴿۳۳﴾
او پیالی ډکی ﴿۳۴﴾
نه به آوری دوی په هغی کښی بی فائدی خبری او نه دروغژن کول ﴿۳۵﴾
بدله ده دطرف د رب ستانه بخشش ډیر ﴿۳۶﴾

[۲۸،۲۷] دا بیان د هغه عمل دی چه جزا سره موافق ده او دا رنگ دا ذکر دعلت د عذاب دی او دا دواړه ذکرشوی علمونه د ټولو کفریاتو او گناهونو دپاره اصل منشاء‌ ده (كِذَّابًا) فراء وئیلی دی چه دا مصدر فصیح لغت او دمبالغی دپاره استعمالیږی یعنی لوی تکذیب ئی کړی دی -
[۲۹] دا جمله معترضه ده جواب دسوال دی هغه دادی چه دا عملونه خو دوی کړی دی لیکن کیدی شی چه دوی انکار اوکړی؟ حاصل جواب دادی چه ټول اعمال ددوی اللّه تعالٰی پوره لیکلی دی - (كِتَابًا) ددی نه مراد لیکل د ملائکو دی په صحیفو د اعمالو کښی اواللّه تعالٰی ته نسبت په دی وجی سره دی چه دهغه په امرسره دی -
[۳۰] دا تفریع ده په مخکښی عملونو سره ده د لیکلو دهغی نه چه هغه سبب دعذاب دی - او دا دلیل دی چه عذاب د کافرانو به نه منقطع کیږی نو جهنم به نه فنا کیږی -
[۳۴،۳۳،۳۲،۳۱] په دی آیاتونو کښی ذکر دبشارت دی روستو د تخویف نه او داهم په لس طریقو سره دی (مَفَازًا) د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه مراد په دی سره مکان د سیل کولو او دتنزه دی او روستو دهغی بیان دی ځکه چه حرف عاطف ئی نه دی ذکرکړی - اوپه معنیٰ د ځای د نجات اود کامیابی هم کیدی شی (حَدَائِقَ) جمع د حدیقة ده دکوم باغ نه دیوال (احاطه) چاپیره وی نو ورته حدیقة وئیلی شی بغیر د احاطی نه هغه ته حدیقة نشی وئیلی (وَكَوَاعِبَ) جمع د کاعب ده هغه زنانه چه نوی بالغه شی او سینی ئی په ځای باندی اولاړی وی یعنی چا مسح کړی نه وی -
[۳۵] (لَغْوًا) هره بی فائدی خبره که نورنقصان په کښی وی او که نه وی، اودا جمله کنایه ده د استراحت او د آرام نه ځکه څوک چه د بل چا دطرف نه لغویات بی فائدی خبری آوری یا دده د یوخبری تکذیب او انکارکیدی شی نوداسی شخص خفه او غمژن وی اوجنت کښی دا دواړه نیشته - هان دنیا کښی حق پرستو دا دواړه خبری د منکرینو نه آوریدلی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>