تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۷ اَلدَّهْر

إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا ﴿۳﴾ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَ وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا ﴿۴﴾ إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا ﴿۵﴾ عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا ﴿۶﴾ يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا ﴿۷﴾

یقیناً خودلی ده مونږ ده ته لار یا به شکرکوؤنکی اویا به وی ناشکری کوؤنکی ﴿۳﴾
یقیناً تیار کړی دی مونږ کافرانو لره زنځیرونه او طوقونه او اور بل کړی شوی ﴿۴﴾
یقیناً‌ نیکان خلق په څښی د پیالو ډکو نه چه گډون به دهغی کافور وی ﴿۵﴾
یوه چینه ده څښی به هغی لره بندگان د اللّه تعالٰی چلوی به هغی لره په چلولو سره ﴿۶﴾
پوره کولی دوی منختی او ویره ئی کوله د هغه ورځ نه چه دی سختئ دهغه خوری وری ﴿۷﴾

[۳] هرکله چه صرف اندامونه او قوت عقلیه د هدایت دپاره کافی نه دی بلکه هدایت خوپه وحی باندی موقوف دی ددی وجی نه په دی آیت کښی اوفرمائیل (إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ) مراد ددی نه هدایت دی په واسطه د انبیاء علیهم السلام او کتابونو منزلوسره -
[۴] دا تخویف اخروی دی دپاره د کفور انسان (سَلَاسِلَ) دا ترقی ده د ادنیٰ نه اعلیٰ ته او لاندی نه باندی ته ځکه سلاسل عذاب په خپو کښی دی او اغلال په سټ کښی وی او لاس ورسره تړلی شوی وی او دسعیر اثرپه ټول بدن باندی دی او داسی په سورة غافر (۷۱) کښی هم تیرشوی دی -
[۶،۵] د ابشارت دی شکرکوؤنکو لره نو دهغوی پنځه اوصاف او لس بشارات ئی ذکرکړی دی - (الْأَبْرَارَ) جمع د بَّر ده نیکی او احسان کوؤنکی د مخلوق سره - او ابرار هغه کسان وی چه هیڅ چاته اذی نه رسوی (مِنْ كَأْسٍ) هغه لوخی ته وئیلی شی چه مشروب په کښی موجود وی خالی لوخی ته کاس نه وئیلی کیږی (كَانَ مِزَاجُهَا) د عادت ددنیا والو په شان چه دمشروباتو سره بل څیز گډه وی دپاره د زیاتی فائدی او مزی (كَافُورًا) دا په برودت (یخ والی) او خوشبویئی کښی مشهوردی لیکن دا کافور ددنیا نه دی ځکه چه په هغه کښی بعضی ضررونه هم شته دی بلکه دا تشبیه ده د کافورسره په صورت او شکل کښی او حقیقت ئی روستو آیت کښی ذکرکړی دی (عِبَادُ اللَّهِ) اضافت د عبد او عباد چه یو نوم د اللّه تعالٰی ته اوکړی شی په قرآن کښی نو مراد ترینه هغه خلق دی چه بندگی ئی اللّه تعالٰی لره خاص کړی وی او د هرقسم شرک نه ځان بچ ساتی او دغه مؤمنان دی اوکله چه اضافت ضمیرته وی نوکله مؤحدین مراد وی لکه (ان عبادی لیس لک علیهم سلطان) او کله عام مراد وی لکه (ولا یرضیٰ لعباده الکفر) -
[۷] په دی کښی د ابرارو دوه صفتونه ذکرکوی (يُوفُونَ) ددی نه مخکښی کانوا پټ دی (بِالنَّذْرِ) نذر شرعی دی ته وئیلی شی چه مکلف شخص په ځان باندی د طاعاتو د اللّه تعالٰی دپاره داسی څیز لازم کړی که ده نه وی لازم کړی نوپه ده باندی نه واجبیدلو او نذر غیرشرعی هغه دی چه دغیراللّه دپاره وی یا نذر د گناه وی اوپه دی ایت کښی د نذر نه عامه معنیٰ مراد ده یعنی هرهغه څیز چه دهغی وفا په بنده باندی واجب وی عقود، عهود، مونځ، زکوٰة، صوم، حج، عمره وغیره (وَيَخَافُونَ يَوْمًا) په اول وصف کښی امتثال د اوامروته اشاره وه نو په دی وصف کښی اجتناب د منهیاتو مراد دی یعنی دقیامت د ویری د وجی نه ځان دگناهونو نه بچ ساتی (شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا) مراد شر نه هغه سختی ده چه په ورځ دقیامت کښی واقع کیږی آسمانونه چودل ستوری خړکیدل، ځمکه باندی زلزله راتلل، غرونه فنا کیدل وغیره (مُسْتَطِيرًا) اوږد او خور او عام دی ټول عالم ته وئیلی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>