تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۶ اَلدَّهْر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُنْ شَيْئًا مَذْكُورًا ﴿۱﴾ إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ نُطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۲﴾

یقیناً‌ راغلی دی په انسان باندی یو وخت د زمانی نه چه نه وؤ دی څه څیز یاد کړی شوی (په خاص نوم) ﴿۱﴾
یقیناً پیدا کړو مونږ انسان لره د نطفی گډی وډی نه اړوؤ را اړوؤ هغه نو جوړ کړو مونږ دهغی نه اوریدونکی لیدونکی ﴿۲﴾

سورة الدهر
اودی ته سورة الانسان او سورة الابرار او سورة امشاج او سورة هل اتیٰ هم وئیلی کیږی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه د هغه سورة په آخر کښی دلیل وؤ د اثبات دبعث دپاره نو ددی سورة‌ په اول کښی بعینهِ هغه دلیل دی د بعث د اثبات دپاره او دی ته تشابه الاطراف وئیلی کیږی - دوهمه وجه داده چه مخکښی سورة کښی ادب دقرآن ذکرکړی وؤ نو په دی سورة کښی نعمت دقرآن ذکرکوی اوشکریه د هغه نعمت هم -
دعویٰ ددی سورة: اثبات د بعث بعدالموت دی په قیاس کولو سره په اول پیدائش باندی سره د بشارت تفصیلیه نه چه هغه لس نعمتونه د جنت دی - اود معرفت الٰهیه دپاره ئی څلور اسماء حسنیٰ ذکرکړی دی اللّه، رب، علیم، حکیم -
خلاصه ددی سورة: داده اول ذکرکوی خلق دانسان په پنځه حالاتو سره دپاره د استدلال په بعث بعدالموت باندی سره دتخویف اخروی مختصرنه تر (۴) پوری بیا تفصیلی بشارت دی مؤمنانولره چه د هغوی ئی پنځه صفات ذکرکړی دی تر (۱۰) پوری او لس جزا گانی دهغوی ذکردی تر (۲۲) پوری او دسورة‌ په آخرکښی ذکر دنعمت دقرآن دی او دهغی د شکرئی دپاره پنځه خطابات ذکرکوی تر (۲۶) پوری اوبیا زجردی په محبت د دنیا سره او ترغیب دی قرآن کریم ته په اختتام دسورة کښی -

تفسیر

[۲،۱] په دی آیاتونو کښی د انسان ابتدائی حال ذکرکوی او مراد ترینه استدلال دی په دوباره ژوندی کولو باندی (حِينٌ) د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه حین اوږد وخت نه وئیلی شی چه خاص مقدار ئی معلوم نه وی او بعضی اهل علمو ددی تخیصیص کړی دی په څلویښت کلونو اوؤ کلونو او دوه کاله او شپږ میاشتو او دوه میاشتو پوری لیکن اول قول صحیح دی (مِنَ الدَّهْرِ) دهر ټول وخت ددنیا ته وئیلی شی (نُطْفَةٍ أَمْشَاجٍ) یعنی نطفه د سړی اود زنانه گډه وډه شوه اودا نطفه د مختلف خلاطو او طبائعو نه جوړه کړی شوی ده او دا دلیل دی چه زنانه دپاره هم نطفه شته او صحیح احادیث هم په دی باندی موجود دی (نَبْتَلِيهِ) ضمیر انسان ته راجع دی او مراد د ابتلاء نه مکلف کول دی په اوامرو او نواهی شرعیوسره یعنی پیدائش د انسان دپاره د ابتلاء دی مهمل نه دی یا ضمیر راجع دی نطفه ته په اعتبار دماء یعنی اړوؤ را اړوؤ ده لره حالات مختلفه ته په رحم د مورکښی (علقه، مضغه، عظاماً وغیره) (فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا) بنا په دوهم احتمال سره (چه ضمیرراجع شی نطفه ته) فا دتعقیب دپاره صحیح ده یعنی روستو ددغه انقلاباتو نه سمع او بصرورکړل شول اوبنا په اول احتمال باندی علت غایه (چه ابتلاء ده) مقدم ذکرکړی دی اگرچه په اصل کښی روستو دی لیکن مقصد ابتلاء‌ ده او اهم ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>