تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۵ اَلْقِیامَة

ثُمَّ ذَهَبَ إِلَى أَهْلِهِ يَتَمَطَّى ﴿۳۳﴾ أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى ﴿۳۴﴾ ثُمَّ أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى ﴿۳۵﴾ أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى ﴿۳۶﴾ أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِنْ مَنِيٍّ يُمْنَى ﴿۳۷﴾ ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّى ﴿۳۸﴾ فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى ﴿۳۹﴾ أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى ﴿۴۰﴾

بیا لاړ خپل کورته لوئي کوؤنکی ﴿۳۳﴾
تباهی ده تالره نو تباهی ده ﴿۳۴﴾
بیا تباهی ده تالره نو تباهی ده ﴿۳۵﴾
آیا گمان کوی انسان دا چه پریخودلی شی بیکاره ﴿۳۶﴾
آیا نه وؤ دی ټکړه د منئ چه اچولی شی په رحم کښی ﴿۳۷﴾
بیا شوه ټکړه د وینی نو جوړ ئی کړو او برابر ئی کړو ﴿۳۸﴾
نو جوړه ئی کړه دهغی نه جوړئ نارینه او زنانه ﴿۳۹﴾
آیا نه دی دغه ذات قدرت لرونکی په دی چه ژوندی به کړی ټول مړی ﴿۴۰﴾

[۳۳] په دی کښی دده ډیر عناد ذکر دی یعنی په دغه څلورو کفریاتو باندی هیڅ خفگان او ندامت نه ښکاره کوی - بلکه الټه تکبراو لوئی کوی (إِلَى أَهْلِهِ) مراد ددی نه تابعداران شاگردان مریدان دده دی لکه چه په سورة تطفیف (۳۴) او سورة انشقاق (۱۴،۱۳) کښی دی (يَتَمَطَّى) په اصل کښی یتمطط‌ دی او اوږدیدلو ته وئیلی شی یعنی د تکبر دوجی نه خپل سټ او خپله ملا اوږده وی او خپل قدمونه اوږده اوږده اخلی یا د مطا نه ماخوذ دی شاه ته وئیلی شی یعنی شاه تاوهی د وجی د تکبرنه او لاسونه وهی په وخت د رفتار کښی -
[۳۵،۳۴] هرکله چه څلور گناهونه ئی ذکرکړل نو دهغی په بدله کښی څلور هلاکتونه ذکرکوی قرطبی د څلورو فرق داسی ذکرکړی دی چه وَیل (هلاکت) دی وی تالره په حال د ژوند کښی بیا دی هلاکت وی تالره په حال دمرگ کښی بیاپه ورځ د بعث کښی بیاپه ورځ ددخول د نار کښی (أَوْلَى) په معنیٰ د وَیل (هلاکت) دی دوهمه معنیٰ داچه اولٰی په معنیٰ د ښه لائق دی -
[۳۶] دا هم زجردی په انکار دحساب او د بعث بعدالموت سره او متعلق دی د ابتداء‌ دسورة سره یعنی أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ (سُدًى) مهمل (پریخودلی شوی) چه نه به مکلف کیږی احکام الٰهیو سره په دنیا کښی اونه به سوال و جواب وی په قبرکښی اونه به بعث بعدالموت وی اونه به حساب کتاب وی دا خیال ئی غلط‌ دی -
[۳۹،۳۸،۳۷] دا دلیل دی په اثبات د بعث بعدالموت باندی په قیاس کولو سره په اول پیدائش باندی سره د ذکر د تحقیر د انسان منکرنه ( الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى) دا دواړه نوعی د انسان کله په جمع پیدا شی او کله جدا جدا اوکله داسی وی چه دواړه اوصاف په کښی جمع وی او هغه خنثیٰ دی آیت هغه ته هم شامل دی - نو ذکر ته ئی حاجت نیشته لکه چه قرطبی وئیلی دی -
[۴۰] دا نتیجه د مخکښی دلیل ده (ذَلِكَ) ذات د اللّه تعالٰی چه موصوف دی په لویو صفاتو سره او په صفت دحالقیت سره اولاً (بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى) بلکه قدرت په دوباره ژوندی کولو باندی ئی مساوی دی د اول سره یا زیات آسان دی بنا په هغه دوه توجیهاتو باندی چه په سورة روم (۲۷) کښی ذکر دی - په حدیث د ابوداؤد او احمد او ابن جریر کښی وارد دی چه نبی ﷺ ددی په جواب کښی وئیل سبحانک فبلٰی او سبحانک وبلٰی او صرف بلٰی او بل حدیث د ابوداؤد کښی امردی په وئیلو د بلٰی سره نو دا وئیل ضروری دی که په مونځ کښی دننه وی او که بهر وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>