تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۴ اَلْقِیامَة

تَظُنُّ أَنْ يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ﴿۲۵﴾ كَلَّا إِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِيَ ﴿۲۶﴾ وَقِيلَ مَنْ رَاقٍ ﴿۲۷﴾ وَظَنَّ أَنَّهُ الْفِرَاقُ ﴿۲۸﴾ وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ﴿۲۹﴾ إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ ﴿۳۰﴾ فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّى ﴿۳۱﴾ وَلَكِنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۳۲﴾

گمان به کوی دا چه کیږی په د هغی سره آفت ملا ماتوؤنکی ﴿۲۵﴾
هیچ چیری داسی نه ده کوم وخت چه اورسی روح مرئ ته ﴿۲۶﴾
او اوئیلی شی څوک دی دم اچوؤنکی ﴿۲۷﴾
او گمان به اوکړی چه یقیناً دا وخت د جدائی دی ﴿۲۸﴾
او یو ځای به شی یوه پنډئ د بلی پنډئ سره ﴿۲۹﴾
ستا رب ته په دغه ورځ ورتلل دی ﴿۳۰﴾
نو تصدیق ئی نه دی کړی او نه ئی مونځ کړی دی ﴿۳۱﴾
او لیکن تکذیب ئی کړی دی او مخ ئی اړولی دی ﴿۳۲﴾

[۲۶] داهم تخویف دی په ذکر داحوالود ځنکندن سره - (التَّرَاقِيَ) جمع د ترقوة ده او ترقوی دوه دی د نحر (دمرئ دکوتی) نه چاپیره دوه هډوکی دی، او جمع ذکرکولو کښی مبالغه ده چه دمرئ په هرطرف باندی دساه وتلو مصیبت به وی -
[۲۷] (رَاقٍ) د رقیه نه ماخوذ دی رقیٰ یَرقِی، په معنیٰ ددم اچولو دی نو قِیلَ نه مراد دادی چه حاضرین به وخت د ځنکدن کښی دا ویناکوی چه څوک شته دم واچوی (په دی گمان چه دی بیمار دی) یا څوک شته چه سورة یٰس اولولی او تلقین اوکړی (په دی خیال چه دی مړکیږی) یا د رقیٰ نه ماخوذ دی رَقِیة یرقیٰ بره ختل یعنی ملائک به کورنئ کښی اووائی چه څوک به دده روح راخیژوی دبدن نه مستقر دارواحو ته -
[۲۸] دلته هم ظن په معنیٰ دیقین دی اوقرینه په هغی روستو اَنَّ د تاکیدی دی (الْفِرَاقُ) جدائی د روح دبدن نه یا جدائی د دنیا د مال او اهل نه او اولاد نه ده -
[۳۰،۲۹] دا هم حال دسختئ د ځنکدن دی - او (السَّاقُ) په معنیٰ حقیقی سره دی نومراد دادی چه یو پنډئ په بله پنډئ راغورځوی دوجی د سختئ نه با به دواړه پنډئ په کفن کښی د یوبل سره یوځای کړی شی (إِلَى رَبِّكَ) دا خطاب د ملائکو دی په وخت دروح راویستلو کښی یا عام خطاب دی انسانانوته چه آخری مرجع رب العالمین طرف ته ده (الْمَسَاقُ) دا مصدر میمی دی په معنیٰ دسوق سره -
[۳۲،۳۱] دا زجردی هغه انسان ته چه دد سورت په (۳) کښی ذکروو په څلور امورو سره اول (فَلَا صَدَّقَ) یعنی تصدیق د رسول اللّٰه ﷺ ئی په هیڅ طریقه سره نه دی کړی او ددی تعمیم دپاره مفعول حذف کړی شوی دی او لا په فعل ماضی کښی په معنیٰ دلم سره راځی دوهم (وَلَا صَلَّى) مونځ د اللّه تعالٰی دپاره نه کوی یعنی توحید نه منی او دارنگ په لاصدق کښی نفی د ایمان ده او اوپه لاصلّٰی کښی نفی د عمل صالح ده - دریم (وَلَكِنْ كَذَّبَ) څلورم (وَتَوَلَّى) ددی فرق دادی، تکذیب دقیامت ئی اوکړو او اعراض ئی اوکړو دقرآن کریم نه دوهم فرق دادی چه تکذیب ئی په ژبه سره اوکړو اواعراض ئی په مخ او باقی بدن سره اوکړو حاصل داچه د څلورو اصولو د ایمان (توحید، رسالت، اخرة، قرآن) نه خالی دی دارنگ ظاهراً او باطناً کافردی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>