تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۸ اَلدَّهْر

وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ﴿۸﴾ إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا ﴿۹﴾ إِنَّا نَخَافُ مِنْ رَبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا ﴿۱۰﴾ فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا ﴿۱۱﴾

او خوراک ورکوؤ دوی خوراک په مینه دهغه مسکین او یتیم او قیدی ته ﴿۸﴾
(وئیل ئی) یقیناً مونږ خوراک درکوؤ تاسو ته د اللّه تعالٰی په مخ نه غواړو ستاسو نه بدله او نه شکرکول ﴿۹﴾
یقیناً ویره کوؤ د رب خپل نه د ورځی سختی ډیری سختی نه ﴿۱۰﴾
نو بچ اوساتل دوی لره اللّه تعالٰی د سختئ ددغه ورځ نه او ورئی کړه دوی ته تازگی او خوشحالی ﴿۱۱﴾

[۸] دا بل صفت د ابراردی مخکښی ذکرد حقوق اللّه وؤ او دا ذکر دحقوق العباد دی -
[۹] (لَا نُرِيدُ) په دی کښی مقصد اظهار د اخلاص او وسعت راوستل دی په طبیعت د محتاج باندی یعنی په سبب ددی وینا سره هغه محتاج شخص به طعام ښه په آزادئ سره قبلوی (شُكُورًا) په دی کښی ثنا او دعا هم داخل ده چه صاحب طعام ئی د محتاج نه غواړی ځکه په دی سره ثواب کښی نقصان راځی -
[۱۰] داد ابرار بل صفت دی (إِنَّا نَخَافُ مِنْ رَبِّنَا) مخکښی خوف صرف د ورځ دقیامت نه وؤ او دا خوف د اللّه تعالٰی نه دی دپاره ددی چه د هیبتونو د قیامت نه ئی بچ اوساتی په خپل رحم و کرم سره (يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا) عَبُوس شونډی چورړی کوؤنکی مخونو لره خړ کوؤنکی، تنگه یعنی سخته - قَمْطَرِيرًا: اوږده، سخته، تندی او روزولره چورړی تندی کوی -
[۱۱] ددی آیت نه تفصیل د بشارت شروع شو (لَقَّاهُمْ نَضْرَةً) تازگی، رنړا په مخونو کښی دا نعمت ظاهری دی (وَسُرُورًا) خوشحالی په زړه کښی دا نعمت باطنیه دی - خوشحالی د زړه سبب دی د تازگئ د مخ لیکن دلته ئی د مخ تازگی مقدم کړه ځکه چه هغه زر او هرچاته معلومیږی اوداپه بدله دخوف او دمحنت ددوی په ژوند ددنیا کښی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>