تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۵ المعارج

إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا ﴿۶﴾ وَنَرَاهُ قَرِيبًا ﴿۷﴾ يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاءُ كَالْمُهْلِ ﴿۸﴾ وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ﴿۹﴾ وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا ﴿۱۰﴾ يُبَصَّرُونَهُمْ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ ﴿۱۱﴾ وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ ﴿۱۲﴾ وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْوِيهِ ﴿۱۳﴾ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنْجِيهِ ﴿۱۴﴾

یقیناً‌ دوی وینی دا لری ﴿۶﴾
او وینو مونږ دا نزدی ﴿۷﴾
په کومه ورځ چه شی به آسمان په شان د تانبی ویلی کړی شوی ﴿۸﴾
اوشی به غرونه په شان درنگینی وړئ ﴿۹﴾
او تپوس به نشی کولی یو دوست د بل دوست نه ﴿۱۰﴾
ټول به خودلی کیږی دوی ته ارمان به کوی مجرم چه فدیه ورکړی د عذاب د دغه ورځ نه په ځامنو خپلوسره ﴿۱۱﴾
اوپه ښځی خپلی سره اوپه ورور خپل ﴿۱۲﴾
او په خاندان خپل هغه چه ده لره ئی ځای ورکوؤ ﴿۱۳﴾
او هغه څوک چه په ځمکه کښی دی ټول بیا بچ کړی خپل ځان لره ﴿۱۴﴾

[۷،۶] (بَعِيدًا) مراد ددی نه د عقل نه لری والی دی یعنی انکار کوی دقیامت نه یا د زمانی لری والی دی اوقریب نه مراد عقل سره مناسب یا دزمانی په لحاظ سره نزدی دی ځکه چه هر راتلونکی قریب وی -
[۱۰،۹،۸] (كَالْمُهْلِ) د گرم تیلوویخ (خیری) او تانبه ویلی کړی شوی - او وینی زوی د زخمونو - داسی په سورة کهف (۲۹) اوسورة دخان (۴۵) کښی هم تیرشوی دی - (كَالْعِهْنِ) هغه وړئ چه مشتمل وی په ډیر رنگونو باندی نوغرونه هم مختلف رنگونو والا دی - نو په وخت د فنا به د رنگینی وړئ په شان شی (وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا) یعنی هرانسان به په خپل ځان باندی مشغول وی نو دبل د حال تپوس کولو ته به فراغت نه مومی او دارنگ دوستانی به هم منقطع شی لکه سورة زخرف (۲۷) او دارنگ په سورة المؤمنون (۱۰۱) کښی او سورة عبس (۳۷) کښی هم دی -
[۱۱] (يُبَصَّرُونَهُمْ) یعنی دا دوستان به یو بل ته گوری او حال داچه دیو بل تپوس به نه شی کولی - (لَوْ يَفْتَدِي) دعذاب نه فدیه ورکوی دپاره د بچ کیدلو او هرکله چه بچ کیدلو کښی تلوار (تادی کول) مقصد وی نو اول به په فدیه کښی ځامن پیش کوی چه هغه ډیر محبوب او قریب دی - اَعَزفَالْاعَز او اَقْرَب فَالْاَقْرَ په ترتیب سره ذکرکوی -
[۱۴،۱۳،۱۲] انسان طبعی طورسره عار گنړی چه خپله ښځه په فدیه کښی ورکړی لیکن دقیامت سختی دومره زیاته ده چه مجبوراً په خپله ښځه هم فدیه کښی ورکوی (وَأَخِيهِ) ورور هم سبب د نصرت دی د سختئ په وخت کښی (وَفَصِيلَتِهِ) فصیلة په اصل کښی ټکړی د بدن ته وئیلی شی او مراد ترینه نزدی خاندان دی یا مراد ترینه مورده (وَمَنْ فِي الْأَرْضِ) په دی کښی قبیلی او دوستان ټول داخل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>