تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۶ المعارج

كَلَّا إِنَّهَا لَظَى ﴿۱۵﴾ نَزَّاعَةً لِلشَّوَى ﴿۱۶﴾ تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى ﴿۱۷﴾ وَجَمَعَ فَأَوْعَى ﴿۱۸﴾ إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا ﴿۱۹﴾ إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا ﴿۲۰﴾ وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا ﴿۲۱﴾ إِلَّا الْمُصَلِّينَ ﴿۲۲﴾ الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ ﴿۲۳﴾

هیچ چیری نشی کیدی، یقیناً‌ دا گرمی لمبی دی ﴿۱۵﴾
راخکونکی دی څرمن د اندامونو لره ﴿۱۶﴾
آواز به کوی هغه چاته چه شا کړی ده او مخ ئی گرځولی دی ﴿۱۷﴾
او مال ئی جمع کړی وؤ نوپه لوخو کښی کیخودلی وؤ ﴿۱۸﴾
یقیناً‌ انسان پیدا کړی شوی دی ډیر حرصناک ﴿۱۹﴾
کله چه اورسیږی ده ته مصیبت نوفریادونه کوی ﴿۲۰﴾
او کله چه اورسیږی ده ته خیر نو منع کول کوی ﴿۲۱﴾
لیکن مونځ گذاران ﴿۲۲﴾
هغه کسان چه هغوی په خپلو مونځونو باندی همیشوالی کویهغه کسان چه هغوی په خپلو مونځونو باندی همیشوالی کوی - ﴿۲۳﴾

[۱۶،۱۵] (لَظَى) هغه اور چه دهغی لمبی ډیری او تیزی وی اودا د جهنم د یو طبقی نوم دی (لِلشَّوَى) جمع د شواة ده لاس او خپی او سر او څرمنی اوپلی او پیوندونو ته وئیلی کیږی نوشامل دی ټول بدن ته -
[۱۸،۱۷] (تَدْعُوا) دعا په معنیٰ د آواز کولوسره مشهور معنیٰ ده اوپه معنیٰ د هلاکولو سره هم کیدی شی (أَدْبَرَ وَتَوَلَّى) فرق په مینځ د دواړو کښی په ډیرو وجو سره دی اوله وجه داده چه ادبار په شا گرځولو او تولّٰی په مخ اړولو سره دی - دوهمه وجه ادبار په زړه سره او تولّٰی په عمل سره (وَجَمَعَ) مراد داچه توجه دده صرف مالونو ددنیا او دهغی جمع کولو ته ده چه ډیر شی لکه په سورة همزه (۲) کښی - (فَأَوْعَى) په لوخی کښی کیخودل اشاره ده خزانه کول او د اللّه تعالٰی په لار کښی نه خرچ کول یعنی حریص ددنیا دی او بخیل هم دی -
[۲۱،۲۰،۱۹] دا نور صفات قبیحه د اهل ناردی (خُلِقَ) اشاره ده چه دا صفات په انسان کښی طبعی او خلقی دی او مراد دانسان نه کافردی په قرینه د إِلَّا الْمُصَلِّينَ سره (هَلُوعًا) د هلع نه دی سخت حرص او سپکوالی ته وئیلی شی چه په حالت د خیراو شرکښی نامناسبه کارونه کوی او د ابن عباس رضی اللّه عنهما یو روایت دی چه تفسیر دهلوع روستو دواړه آیاتونو کښی دی (جَزُوعًا) په تکلیف او غم او ماتم کښی هروخت فریادونه او ژړاگانی کوی هیڅ صبر او شکر دواړه په کښی نیشته او ایمان خوعبارت دی دصبر اوشکرنه -
[۲۲] دا صفتونه په مقابله د تیرشوی ناکاره صفتونو کښی دی او هرکله چه صلوٰة مشتمل دی په توحید قولی او عملی باندی اودا رنگ صلوٰة سبب دفرق دی په مینځ د کفر او ایمان کښی ددی وجی نه دائی اولاً ذکرکړو -
[۲۳] دوام په معنیٰ د همیشوالی دی یعنی هیڅ وخت ئی نه قضا کوی هر مونځ‌ په خپل وخت کښی کوی او د دوام معنیٰ په سکون سره هم کړی شوی ده یعنی چه په مونځ کښی بی ځایه حرکتونه نه کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>