تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۴ اَلْمَعَارِج

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ لِلْكَافِرِينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ ﴿۲﴾ مِنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ ﴿۳﴾ تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿۴﴾ فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا ﴿۵﴾

اوغوښتو یو غوښتونکی عذاب واقع کیدونکی ﴿۱﴾
کافرانو لره چه نیشته هغی لره هیڅ څوک اړوونکی ﴿۲﴾
د طرف د اللّه تعالٰی نه چه آسمانانو والا دی ﴿۳﴾
ورخیژی ملائک او روح هغه ته په ورځ کښی چه دی مقدار (اندازه) د هغی پنځوس زره کلونه ﴿۴﴾
نو صبر کوه صبر ښائسته ﴿۵﴾

سورة اَلْمَعَارِج

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر شو عظمت شان د عذاب دقیامت نوپه دی سورة زجردی په هغه چاباندی چه سوال کوی د دغه عذاب په باره کښی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی اوصاف د منکرینو ذکرکړل نوپه دی سورة کښی اوصاف د مؤمنانو ذکر کوی -
دعویٰ د سورة: زجردی منکرینو ته او تخویف اخروی دی په ذکر داحوالو دقیامت اوبشارت دی په نجات سره په ذکر د اوصافو د مؤمنینو سره -
خلاصه د سورة : اول زجردی په استهزاء د عذاب سره، سرهٔ د ذکر دعظمت د عذاب نه په پنځه طریقو سره او تسلی ده تر (۵) پوری او ذکر د پنځه احوالو دقیامت تر (۱۱) پوری دی بیا دفدیه ورکولو دی په پنځه څیزونو سره تر (۱۴) پوری بیا ذکر دهیبت شان د اور د جهنم او اوصاف د اوروالو چه مجموعه لس دی تر (۲۱) پوری بیا ذکر د لس صفاتو د مؤحدینو دی سره دبشارت نه تر (۳۵) پوری بیا زجردی سره د ذکر د پنځه حالاتو د منکرینو نه تر (۴۲) پوری او اختتام د سورة دی په تخویف اخروی سره په پنځه حالاتو سره -

تفسیر

[۲،۱] دا زجردی په استعجال دعذاب سره (سَائِلٌ) نکره کښی اشاره ده چه هرڅوک چه دا سوال کوی نو لایق د زجردی - داد عذاب پنځه احوال ذکرشو، عذاب، واقع، للکافرین، له دافع، من اللّه -
[۳] (الْمَعَارِجِ) مفسرینو ډیراقوال ذکرکړی دی (۱) آسمانونه (۲) مراتب د ملائکو (۳) لوئ درجات (۴) لوی انعامات د اللّه تعالٰی (۵) عظمت او اوچت والی -
[۴] (وَالرُّوحُ) مراد ددی نه جبرئیل علیه السلام دی او دا مشهور قول دی یا مراد ددی نه ارواح د مړو دی (دنیکانو) چه اووم آسمان ته ورخیژی (خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ) په اوله توجیه سره دا مقدار د وخت د عروج د ملائکو دی د اسفل سافلین نه تر عرش عظیم پوری دا قول ابن کثیر د ابن ابی شیبه نه نقل کړی دی اوپه سورة سجده (۵) کښی (چه مقدار د عروج مراد وی) نوهغه ددی ځمکه نه تر اول آسمان پوری مقدار دعروج دی اوپه دوهمه توجیه سره دا مقدار د ورځ دقیامت دی اودا منقول د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه او دا مقدار په کتاب الزکوٰة کښی مسلم او ابودآود او نسائي په حدیث صحیح مرفوع سره ذکر کړی دی اوپه سورة سجده (۵) کښی (چه مقدار د ورځ دقیامت مراد شی) نو تطبیق دادی چه د ورځ دقیامت پنځوس مقامات دی او هرمقام زر کاله دی اودا خطیب شربینی د په السراج المنیر کښی دیمان نه نقل کړی دی -
[۵] دا تسلی ده او متعلق ده د سأل سره یعنی دا سوال ددوی په طریقه د استهزاء سره دی نودهغی په مقابله کښی صبر په کاردی (صَبْرًا جَمِيلًا) دا هغه صبردی چه په هغی کښی مخلوق ته شکوه نه وی نو مخلوق ته نه معلومیږی چه خاوند د مصیبت څوک دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>