تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۳ اَلحَاقَّة

فَمَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ ﴿۴۷﴾ وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۴۸﴾ وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنْكُمْ مُكَذِّبِينَ ﴿۴۹﴾ وَإِنَّهُ لَحَسْرَةٌ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۵۰﴾ وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ ﴿۵۱﴾ فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۵۲﴾

نو نه به وی ستاسو نه هیڅ څوک ده لره بچ کوؤنکی ﴿۴۷﴾
او یقیناً دا (قرآن) خامخا نصیحت دی دپاره دمتقیانو ﴿۴۸﴾
او یقیناً مونږ خامخا پوهیږو چه شته ستاسو نه تکذیب کوؤنکی ﴿۴۹﴾
او یقیناً دا (قرآن) خامخا افسوس دی په کافرانو باندی ﴿۵۰﴾
او یقیناً‌ دا (قرآن) خامخا پوخ یقینی دی ﴿۵۱﴾
نو پاکی وایه د نوم د رب ستا چه لوی شان والا دی ﴿۵۲﴾

[۴۸] إِنَّهُ ضمیر راجع دی قرآن ته یا رسول ته او تخصیص د متقیانو ددی وجی نه دی چه انتفاع خاص ده په دوی پوری لکه چه په تفسیر د هدی للمتقین کښی تیرشوی دی -
[۴۹] دا زجردی روستو د اثبات دصدق د قرآن نه (مِنْكُمْ) کښی اشاره ده چه بعضی مصدقین دی - (وَإِنَّا لَنَعْلَمُ) دا علم د اللّه تعالٰی مخکښی د انزال د قرآن او روستو د هغی نه په دواړه حالتونو کښی یوشان دی -
[۵۱،۵۰] وَإِنَّهُ ضمیر راجع دی تکذیب ته او حسرة په معنیٰ د پښیمانتیا سره دی یا ضمیرقرآن ته راجع دی یعنی هرکله چه کافران ثوابونه دقرآن والو په ورځ دقیامت کښی اووینی نو ارمانونه به اوکړی لکه په سورة انعام (۲۷) او شورة حجر (۲) کښی دی (وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ) دا ضمیر راجع دی قرآن ته یا حسرة ته په معنیٰ د تحسّر سره امر یقینی واقعی، او ثابت دی - اوپه دی قید کښی فائده داده چه بعضی وخت د انسان یقین راشی په باطل څیز باندی نو هغه ته حق الیقین نشی وئیلی کیدلی او دا مرتبه د علم الیقین نه اوچته او عین الیقین نه کوزه ده -
[۵۲] داسی تیرشوی دی په سورة واقعة (۹۶،۷۴) کښی او با په باسم کښی زیاتی د پاره د تاکید ده او مراد د اسم نه جنس اسماء حسنیٰ او صفات د اللّه تعالٰی دی یعنی د اللّه تعالٰی د اسماء او صفتونو تنزیه او پاکی وئیل د هرشریک او هرقسم عیبونو نه فرض ده او دا دعویٰ دتوحید تفریع ده په اثبات د صدق د رسول او دقرآن باندی اشاره ده چه مقصد د قرآن او رسالت صرف توحید دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>