تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۲ اَلحَاقَّة

وَمَا لَا تُبْصِرُونَ ﴿۳۹﴾ إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ﴿۴۰﴾ وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَا تُؤْمِنُونَ ﴿۴۱﴾ وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿۴۲﴾ تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۳﴾ وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ ﴿۴۴﴾ لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ ﴿۴۵﴾ ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ ﴿۴۶﴾

اوپه هغه څه ته تاسو ئی نه وینئ ﴿۳۹﴾
یقیناً دا خامخا پیغام دی د رسول عزت والا ﴿۴۰﴾
او نه ده دا وینا دشاعر ډیر لږ ایمان راوړئ تاسو ﴿۴۱﴾
او نه ده دا وینا د ترویتی، ډیر لږ نصیحت اخلئ‌ تاسو ﴿۴۲﴾
نازل کړی شوی دی د طرف د رب د عالمینونه ﴿۴۳﴾
اوکه چیری ده جوړ کړی وی په مونږباندی څه خبری دروغ ﴿۴۴﴾
نو ضرور نیولی به وؤ مونږ دده ښی لاس ﴿۴۵﴾
بیا به خامخا پری کړی وی مونږ دده نه رگ دسټ ﴿۴۶﴾

[۴۰] دا جواب قسم دی (لَقَوْلُ) مرا د قول نه تلاوت کول دی یاپه معنیٰ د وحی دی او اضافت دی مفعول ته او مراد د رَسُول نه رسول بشری دی یعنی رسول اللّٰه ﷺ اوپه سورة تکویر (۱۹) کښی مراد د رسول نه جبرئیل علیه السلام دی په قرینه د روستو صفتونو ذکرکړی شوی وؤ سره (كَرِيمٍ) کرم د هرڅیز اجتماع د کمالاتو لائقو ته وئیلی کیږی چه په هغی کښی وی نو دبشریت ټول کمالات په رسول اللّٰه ﷺ کښی جمع کړی شوی وؤ -
[۴۲،۴۱] کهانت خبرونه ورکول د غیبو دی په دعویٰ د علم غیب سره په ذریعه د نجومو یا دحساب سره او سبب د هغی شیاطین وی لکه چه سورة شعراء‌ کښی ذکرشوی دی اوپه هغی خبرونو کښی اکثر دروغ وی اوپه دی قرآن کښی خو ټولی خبری رشتیا دی اودا رنگ په دی کښی د شیطانانو قباحتونه هم ذکرشوی دی نو معلومه شوه چه دا قرآن شعر او کهانت نه دی نو دا نبی شاعر او کاهن نه دی -
فائده: په اول آیت کښی نفی د ایمان او دوهم کښی نفی د تذکر ذکرکړی ده وجه داده چه په کلام د شاعر باندی عادةً عقیده او یقین نه حاصلیږی صرف تفریح د ذهن ورباندی راځی نو ایمان ورباندی نه حاصلیږی اوپه خبرو د کاهن باندی خلق تصدیق او یقین خو کوی لیکن په هغی کښی تذکیر او نصیحت مقصد نه وی نو د هریو سره ئی دهغی مناسب لفظ ذکرکړی دی -
[۴۷،۴۶.۴۵،۴۴] په دی کښی هم اثبات د صدق د رسول اودقرآن دی په بله طریقی سره (لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ) اَخَذ په معنیٰ د انتقام دی او مِنهُ په خپله معنیٰ سره دی او با په بالیمین کښی زیاتی ده او مراد د الیمین نه ښی لاس دی لکه چه بادشاهان باغیانو ته سزا ورکوی نو اول ترینه ښی لاس پری کړی بیائی دمخی نه په سټ باند اووهی یا مراد ددی نه تړل د ښی لاس دی د کارونو کولو نه (الْوَتِينَ) دا نوم دهغه رگ دی چه دسرنه تر زړه پوری رسیدلی دی یا رگ د ملا دی - او حاصل دادی که چیری دی پیغمبرپه اللّه تعالٰی یو خبره په دروغه جوړه کړی وی نو اللّه تعالٰی به ده لره فی الحال هلاک کړی وی لیکن اللّه تعالٰی هغه لره ترمرگه پوری دداسی هلاکت نه بچ اوساتلو د بدن نه ئی داسی هیڅ ټکړه نه ده جدا شوی چه په هغی سره ورباندی مرگ راغلی وی اونه د بل چا د لاس نه قتل کړی شوی دی - نو معلومه شوه چه دی رشتینی پیغمبردی اودا طریقه د استدلال خاص ده د پاره دصدق د محمد رسول اللّٰه ﷺ دا د هریو دروغژن (دعویدار دنبوت) په باره کښی نه ده ددی وجی نه ضمیر دتقول صرف دهٔ ته ئی راجع کړی دی که چیری دا دلیل عام وی نو داسی به ئی وئیلی وی چه لَو تَقَوَّلَ اَحَدٌ عَلَیٌنَا نو اعتراض د غلام محمد قادیانی باطل دی چه هغه وئیلی دی که چیری زه دروغژن وی نو زه به ئی په داسی طریقه سره هلاک کړی وی نو جواب ئی دغه دی چه ذکرکړی شو او ددی وجی نه مسیلمة الکذاب او اسود عنسی دروغژت دعویدار د نبوت وؤ لیکن هغوی هم په داسی طریقی سره نه دی هلاک کړی شوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>