تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۷ اَلحَاقَّة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْحَاقَّةُ ﴿۱﴾ مَا الْحَاقَّةُ ﴿۲﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ ﴿۳﴾ كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ ﴿۴﴾

افت یقینی راتلونکی ﴿۱﴾
څه لوی دی یقینی آفت راتلونکی ﴿۲﴾
او څه څیز پوهه کړی ئی ته چه څه دی یقینی آفت راتلونکی ﴿۳﴾
دروغژن گنړلی وؤ ثمودیانو او عادیانو افت ټکوؤنکی د زړونو ﴿۴﴾

سورة اَلحَاقَّة

ربط: ددی سورة د سورة القلم سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی دواړه سورتونو کښی اثباتِ توحید او صدق د رسول ذکرشو نو په دی سورة کښی تخویف دنیوی او اخروی ذکرکوی دپاره د منکرینو - دوهمه وجه دا چه مخکښی دری اصول ذکرشول توحید، رسالت، قرآن، اوس څلورم اصل ذکرکوی یعنی اثبات دقیامت -
دعویٰ د سورة: تخویف دی په ذکرد پنځه قومونو تکذیب کوؤنکو اوپه ذکر د احوالو او اهوالو (هیبتونو) دقیامت، سرهٔ د اثبات د صدق د رسول او قرآن نه په باره د اخبارو ورکولو کښی د احوالو دقیامت نه او دعویٰ دتوحید په (۵۲) کښی او دری اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی ذکرکوی اللّه، رب، عظیم او رد د شرک فی العلم په (۴۹) کښی ذکردی -
خلاصه د سورة : ذکر دعظمت شان دقیامت دی په (۳،۲،۱) کښی او تخویف په نزول د عذاب په منکرینو دقیامت ذکرکوی چه هغه پنځه قومونه مشهور وؤ د (۴) نه تر (۱۲) پوری بیا ذکرکوی احوال او هیبتونه د قیامت دری قسمه اول قسم احوال د فنا د عالم دی تر (۱۶) پوری - بیا دوهم قسم احوال دقیام د قیامت دی په (۱۸،۱۷) کښی اول قسم اوه او دوهم دری احوال دی نو مجموعه لس شول - بیا دریم قسم اوپه هغی کښی د اصحاب یمین لس احوال تر (۲۴) پوری بیا د اصحاب الشمال احوال تر (۳۷) پوری ذکرکوی بیا ذکر د علتونو دعذاب په (۳۴،۳۳) کښی دی بیا ذکر کوی صدق درسول او دکتاب په یوشهادت سره او ذکرکوی اووه اوصاف د هغوی نفیاً او ثبوتاً‌ اوپه آخرکښی امرپه تسبیح سره چه دعویٰ د توحید ده -

تفسیر

[۳،۲،۱] په دی کښی اثبات دقیامت دی په صفت د الحاقة سره دری کرته نو دا اشاره ده زیاد هیبت د هغی ته، قیامت د الحاقة وئیلو ډیری وجی دی اوله وجه، هغه ساعت چه یقیناً بلا شک واقع کیدونکی دی - دوهمه وجه هغه حالت چه په هغی کښی یقینی څیزونه واقع کیږی یعنی بعث، حشر، حساب کتاب، میزان وغیره، (وَمَا أَدْرَاكَ) یحیٰ بن سلام او سفیان بن عینیه نه روایت دی چه کوم ځای په قرآن کښی وماادراک ذکردی نو ورپسی دهغی علم ورکړی شوی وی او کوم ځای چه مایدریک دی نو دهغی علم ئی نه دی ورکړی -
[۴] روستو د اثبات دقیامت نه د تخویف دنیوی نمونی ذکرکوی چه د تذکیب د وجی نه په هغوی باندی قسماقسم عذابونه راغلی وو په دی آیت کښی دوه قومونه ذکرشول (بِالْقَارِعَةِ) داهم نوم دقیامت دی په دی کښی دوه وجی دی اوله وجه دا چه قارعة د قرع نه ده سخت ټکولو ته وئیلی کیږی نو قیامت په سبب دهیبتونو سره زړونو لره سخت ټکوی - دوهمه وجه د مبرد نه نقل ده چه دا د قرعه نه ماخوذ دی یعنی دقرعة په شان به څوک کامیاب شی او څوک به ناکام شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>