تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۸ اَلحَاقَّة

فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ ﴿۵﴾ وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ ﴿۶﴾ سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ ﴿۷﴾ فَهَلْ تَرَى لَهُمْ مِنْ بَاقِيَةٍ ﴿۸﴾ وَجَاءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ ﴿۹﴾ فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَابِيَةً ﴿۱۰﴾

پس هرچه ثمودیان وؤ نو هلاک کړی شول په سخته چغه ﴿۵﴾
او هرچه عادیان وؤ نو هلاک کړی شول په سیلئ تیزی د حدنه تیروتونکی ﴿۶﴾
اوچلوله هغه په دوی باندی اووه شپی او اته ورځی پرله پسی نو لیدلو تا دغه قوم په هغی کښی پړمخی پراته گویا که دوی ویخونه د کجورو غورځیدلی دی ﴿۷﴾
نو آیا وینی ته دوی لره چه څوک تری پاتی شوی وی ﴿۸﴾
او راغی فرعون او هغه څوک چه دده نه مخکښی وؤ او الټه اړولی شی کلی په غټ گناه سره ﴿۹﴾
نو نافرمانی ئی اوکړه د رسول درب ددوی نه نو اونیول ئی دوی په نیولوسختوسره ﴿۱۰﴾

[۵] (بِالطَّاغِيَةِ) د حد نه تیره شوی چغه وه لکه په سورة قمر (۳۱) کښی ذکروه یاهغه کارونه چه د حد نه ورتیر وؤ یعنی کفراوشرک او ناقه (اوښه) وژل او تکذیب دقیامت او تکذیب د رسول چه صالح علیه السلام وؤ با سببیه ده -
[۸،۷،۶] په دی ذکر دعذاب دقوم عاد دی او احوال دعذاب په دوی باندی اته ذکرکوی - په اول آیت کښی دری احوال دی - اهلاک په سیلئ‌، صرصر او عاتیة - یادا چه دهغه ملائکو دقابو نه ورتیره وه کوم چه په هواگانو باندی مقرر دی (سَبْعَ لَيَالٍ) بقاعی وئیلی دی چه دا سیلئ د شوال دمیاشتی په آخری اتو ورځو کښی وه چه شروع ئی د ورځ د چهارشنبی (دشورو ورځ) نه شوی وه او دبلی چهارشنبی په ماښام باندی اودریدله (حُسُومًا) په دی کښی ډیر اقوال دی - پرله پسی، دویخه ویستونکی، پری کوؤنکی، همیشه، سپیره او بی خیره په باره ددوی کښی (أَعْجَازُ نَخْلٍ) اعجاز جمع د عجز ده دتنی لاندنی حصی ته وئیلی کیږی (مونډان) یعنی دوی په غټ والی کښی په شان دمونډانو د کجورو وؤ (خَاوِيَةٍ) ډډی چه مینځ ئی وینو او چینجو خوړلی وی - یا پریوتلی په ځمکه باندی -
[۹] په دی کښی دتخویف د دنیوی دوه نوری نمونی ذکرکوی قوم فرعون او قوم لوط علیه السلام (وَمَنْ قَبْلَهُ) تیرشوی مکذبین مراد دی چه دهغوی علم د اللّه تعالٰی سره دی یا صرف قوم د شعیب علیه السلام مراد دی - (وَالْمُؤْتَفِكَاتُ) هغه کلی چه اپوټه کړی شو په وخت د عذاب کښی لکه چه دهغی په باره کښی لوستلی شوی دی جَعَلْنَا عَالِیهَا سَافِلَهَا، او داد قوم لوط علیه السلام پنځه کلی وؤ (بِالْخَاطِئَةِ) یعنی ډیرگناهونه د کفر اوشرک او نارینه استعمالول اونور خبائث دا هغه کارونه دی چه هر د عقل خاوند دی ته غلط او خطا وائي‌ -
[۱۰] دا متعلق دی د ټولو مکذبینو سره یعنی عاد، ثمود، فرعون، قوم لوط، یا مراد ددی نه صرف فرعون او قوم لوط دی او (رَسُولَ) جنس دی مراد ددی نه گنړ رسولان دی (رَابِيَةً) زیات عذاب ددوی په نورو عذابونو باندی ځکه ددوی جرمونه هم د نورو نه زیات وو یا رابیه په معنیٰ دسخت ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>