تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۶ اَلْقَلَم

لَوْلَا أَنْ تَدَارَكَهُ نِعْمَةٌ مِنْ رَبِّهِ لَنُبِذَ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ مَذْمُومٌ ﴿۴۹﴾ فَاجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَجَعَلَهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۵۰﴾ وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ﴿۵۱﴾ وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ ﴿۵۲﴾

که نه وی رسیدلی دهٔ ته نعمت د طرف د رب ددهٔ نه خامخا غورځولی شوی به وی په ډاگه او دی به وی بدحاله ﴿۴۹﴾
نو غوره کړو ده لره رب ددهٔ نو اوگرځوؤ ئی دی د نیکانو نه ﴿۵۰﴾
او یقیناً نزدی دی کافران چه اورسوی تاته (مصیبت) په نظرونو خپلو سره هرکله چه دوی واوریدو قرآن او وائي‌ دوی یقیناً‌ دی لیونی دی ﴿۵۱﴾
او نه دی دا مگر نصیحت دی دپاره د ټولو خلقو ﴿۵۲﴾

[۴۹] مراد دنعمت نه نبوت د هغه او اجابت ددعا د هغه او حفاظت دهغه دی (وَهُوَ مَذْمُومٌ) یعنی که د اللّه تعالٰی احسان نه وی نوپه بد حالت کښی به غورځولی شوی وی او سورة صافات (۱۴۵) کښی نبذ د هغه ذکر دی لیکن صرف حال دمرض وؤ مذموم نه وؤ -
[۵۰] دا حال ئی ذکرکړو دپاره دترغیب دعا کولو ته چه دا سبب د اجتبا دی او اجتبا سبب د صالحیت دی مراد د اجتبا او صلاحیت نه نبوت دی ځکه چه دی خو د مخکښی نه نبی وؤ بلکه مراد دادی چه وحی ورته دوباره شروع شوه او توفیق دصبر ئی ورکړو -
[۵۱] دا زجردی منکرینو ته او تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په حفاظت دهغه سره د سترگو د منکرینو نه - ددی په تفسیر کښی دوه توجیهات مشهوردی یو توجیه داده چه د قرآن د آوریدلو په وخت کښی دوی ډیر غصه کیږی نو مطلب دا چه د غصّی او د غضب په سترگو باندی تاته گوری تاباندی رعب او دباؤ اچوی - دوهمه توجیه داده چه تالره د نظره کوی او نظرباز خلق راولی ددی دپاره چه تا د نظره کړی نو بیمار به شی اوقرآن بیانول به پریږدی او دا دلیل دی چه نظر لگیدل حق دی او احادیث صحیح په دی باره کښی ډیردی - (وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ) او ددی خبری جواب ئی دسورة په اول کښی ذکرکړی وؤ -
[۵۲] دا ذکر دصدق د قرآن دی او مستلزم دی صدق د رسول لره او لِلْعَالَمِينَ نه مراد جن او انس دی لکه سورة فرقان (۱) کښی وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>