تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۸ اَلْقَلَم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ ﴿۱﴾ مَا أَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ ﴿۲﴾ وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ ﴿۳﴾

نٓ قسم دی په قلم او په هغه څه باندی چه لیکی ئی دوی ﴿۱﴾
نه ئی ته په نعمت د رب ستا لیونی ﴿۲﴾
او یقیناً‌ تالره خامخا ثواب دی بی انتها ﴿۳﴾

سورة اَلْقَلَم
ددی بل نوم سورة نون دی -

ربط: ددی سورة دملک سره په ډیرو وجوهو دی، اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی اثبات د توحید وؤ نو په دی سورة کښی اثبات درسالت دی - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی اثبات د توحید وؤ په دلیلونو سره نو په دی سورة کښی تشجیع او ترغیب دی په دعوت ورکولو باندی توحید طرف ته -
دعویٰ د سورة: تیزی ورکول په دعوت باندی او ویره ورکول د مداهنت نه او دعویٰ دتو حید ذکرده په (۲۹) کښی او رد د شرک فی العلم په (۷) کښی اوپه دی کښی دوه اسماء‌ حسنیٰ ذکرشوی دی -
خلاصه د سورة : په دی سورة کښی دوه بابونه دی اول باب تر (۳۴) پوری دی په دی کښی ذکر دشهادت دی په صدق د رسول باندی او صدق او تسلّئ‌ ورکولو دپاره ئی پنځه جملی (تعبیرات) ذکر کړی دی تر (۷) پوری بیائی تحذیر ورکړی دی د مداهنت نه او د مخالفت کوؤنکی لس صفات قبیحه ئی ذکرکړی دی تر (۱۵) پوری بیائی واقعه د باغ والوذکرکړی ده په طریقه د تخویف دنیوی سره په نزول دعذاب سره په سبب دشرک فی البرکات او دهغوی توبه ئی ذکرکړی ده تر (۳۳) پوری - دوهم باب تر آخره پوری دی په هغی کښی بشارت مختصر ذکردی په (۳۴) کښی بیا زجردی منکرینو ته چه ددوی سره هیڅ دلیل نیشته (دلیل عقلی، نقلی دکتاب نه وعده د اللّه تعالٰی په جواز دشرک باندی - تقلید د مشرانو او دهغوی نه دلیل راوړل) تر (۴۱) پوری بیا تخویف اخروی دی په (۴۳،۴۲) کښی بیا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته او تشجیع د هغه په تخویف د منکرینو چه دهغوی هیڅ عذر نیشته په انکار کولو کښی او تلقین دصبر او تضرع کول اللّه تعالٰی ته دپاره د حصول د اجتباء په ذکر دیونس علیه السلام تر (۵۰) پوری اوپه اخر کښی زجر منکرینو ته سره دصدق د رسول اللّٰه ﷺ نه -

تفسیر

[۱] (نٓ) د مقطعاتو نه دی مقصد په دی کښی تحدی ده دپاره د ښکاره کولو د اعجازدقرآن - یا دا نوم ددی سورة دی (وَالْقَلَمِ) حاصل دقسم په قلم باندی دادی چه دا هرقسم علوی او سفلی کاتبان اهل حق یا اهل باطل چه په انصاف او عدل سره د نبی ﷺ په باره کښی لیکل کوی نو ضروربه اولیکی چه دا نبی صادق او پوره عقل والا دی یعنی دا ټول دلیلونه دصدق دهغه دی -
[۲] دا اول جواب قسم دی او په دی کښی رد دی د قول د کافرانو چه دی مجنون دی اوپه ده باندی جنات دی او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (بِنِعْمَةِ رَبِّكَ) دا متعلق دی په مجنون پوری او مراد دنعمت نه وحی او قرآن دی یعنی په بیانولو د قرآن سره په دی رسول باندی جنون نه دی راغلی او قرآن د جنون دپاره سبب نشی کیدلی -
[۳] دا دوهمه تسلی ده حاصل داچه د قرآن په وجه جنون نه راځی لیکن مصیبتونه په دعوت الی القرآن کښی ډیر دی خو تسلی ساته چه دا ستا دپاره سبب د بی انتهاء اجردی (سوال) داسی په سورة انشقاق (۲۵) او سورة تین (۶) کښی ددی امت دپاره هم راغلی دی نوحصرئی په نبی کښی نیشته نوڅه وجه ده چه لک ئی دلته مقدم ذکرکړو (جواب) دادی چه دلته مراد اجرددعوت او تبلیغ دی او هغه دواړه سورتونو کښی مراد داجرنه سنت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>