تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۹ اَلْقَلَم

وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ ﴿۴﴾ فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ ﴿۵﴾ بِأَيْيِكُمُ الْمَفْتُونُ ﴿۶﴾ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۷﴾ فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۸﴾ وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ﴿۹﴾

او یقیناً ته ضرور په خوئي لوی باندی ئی ﴿۴﴾
نو زرده چه ته به اووینی او دوی به اووینی ﴿۵﴾
چه په کوم یو ستاسو باندی لیونتوب دی ﴿۶﴾
یقیناً ستا رب هغه پوهه دی په هغه چا باندی چه اوړی د لاری د اللّه تعالٰی نه او هغه پوهه دی په هدایت والو باندی ﴿۷﴾
نو مه منه خبره د دروغژن گنړونکو (حق لره) ﴿۸﴾
دوی غواړی که ته نرم شی نو دوی به هم نرم شی ﴿۹﴾

[۴] دا دریمه تسلی ده اودا رد په هغه کافرانو دی چه وئیل ئی چه دانبی مفسد اوشری دی او کنخل کوی الٰهو ا ومشرانو ته؟ حاصل جواب دادی چه دده ډیر لوی اخلاق حسنه دی دا نسبتونه کول ده ته غلط دی (خُلُقٍ عَظِيمٍ) خوئ او ادب، طریقه د ژوند او دین ته هم خلق وئیلی کیږی او حدیث صحیح د مسلم کښی دی چه عائشه رضی اللّه عنها فرمائیلی دی چه خلق (اخلاق) د رسول اللّٰه ﷺ قرآن وو -
[۶،۵] دا بله تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (فَسَتُبْصِرُ) سین دپاره دقربت دی یعنی په دنیا کښی یاپه آخرت کښی ځکه چه هغه قریب دی لکه سورة قمر (۲۶) کښی او دائی د فا سره ذکر کړو ځکه چه تیرشوی تسلئ په صفاتو د نبی سره وی او دا خو دمستقبل په باره کښی تفریع ده په دغه صفتونو باندی (بِأَيْيِكُمُ الْمَفْتُونُ) په دی کښی ډیروجوه دی اوله وجه دا چه المفتون په معنیٰ د مجنون دی نو با زیاته ده دپاره د تاکید - دوهمه وجه دا چه دا مصدر میمی په معنیٰ د فتنه دی اوبا په خپل ځای ده او فتنه نه مراد جنون یا گمراهی ده -
[۷] دا هم تسلی ده او دا علت دی، متعلق دی د فَسَتُبْصِرُ سره یا د بِأَيْيِكُمُ الْمَفْتُونُ سره ددی وجی نه حرف عطف ئی نه دی ذکرکړی - اخبار په علم د اللّه تعالٰی سره اشاره ده جزا ورکولو ته -
[۹،۸] دا تفریع ده په ماقبل په تشجیع ورکولو سره په دعوت باندی او تحذیردی د مداهنت نه - (فَلَا تُطِعِ) محل د اطاعت ئی حذف کړی دی لیکن وصف د مکذبینو دلالت کوی د هغی په تعین باندی یعنی کوم کارونه او خبری او صفتونه چه دقبیلی د تکذیب او دانکار دی نوپه هغی کښی ددوی اطاعت اونه کړی (وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ) دا علت دی د لاتطع دپاره ددی وجی حرف عطف ئی نه دی ذکرکړی وداد په مینه او تمنّیٰ کولو کښی وسعت ته وئیلی کیږی (تُدْهِنُ) مبرد وئیلی دی چه ادهان او مداهنت خیانت کول اوظاهرکول دهغی خبری دی چه دباطن نه مخالف وی - او بعضو علماؤ وئیلی دی چه نرم والی په کلام او طریقه کښی، که د خیروی او که دشروی، خو استعمال ئی اکثرپه شر کښی کیږی - قرطبی ددی جملی په تفسیر کښی دولس اقوال لیکلی دی لیکن دهغه حاصل یو دی هغه دا چه (په مسئله د توحید کښی نرمی داسی اوکړی شی چه په شرک باندی رد نه کوی او کتمان دحق کوی نوکافران او مشرکان به هم مخالفت نه کوی مقابلی به نه کوی کنځل بد رد به ورته نه وائی او دیته په دی زمانه کښی ډیرخلق اتحاد او حکمت یا وائي او دا غلطه خبره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>