تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۷ اَلْمُلْك

قُلْ هُوَ الرَّحْمَنُ آمَنَّا بِهِ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۹﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ ﴿۳۰﴾

ته اوایه هغه رحمٰن ذات دی چه ایمان راوړی دی مونږپه هغه باندی او خاص په هغه باندی ځان سپارلی دی مونږ نو زر ده چه پوهه به شئ تاسو چه څوک دی هغه چه په گمراهئ ښکاره کښی دی ﴿۲۹﴾
ته اوایه فکراوکړئ که چیری صباله اوبه ستاسو اوچی شی نو څوک به راوړی تاسو له اوبه چینه داری ﴿۳۰﴾

[۳۰] دا هم دلیل اعترافی سکوتی دی او ذکرکوی تخویف په ذکر دیو مثال د عذاب سره چه هغه اوبه اوچیدل دی (غَوْرًا) چه په ځمکه کښی داسی ډوبی او اوچی شی چه په ځمکه کنستلوسره بیا نه را اوځی او مراد ددینه اوبه د چینو او دکویانو اود نهرونو دی (مَعِينٍ) صیغه د مفعول ده دعین نه یعنی ښکاره چه سترگی ئی وینی یا صیغه د فعیل ده د معن نه یعنی ډیری اوبه جاری چینه داری او خوږو اوبوته هم وئیلی کیږی - او ددی سوال جواب د مشرکانو د طرف نه هم دادی چه اللّه تعالٰی دا اوبه را ویستلی شی او اوبو کښی ډیر برکات الٰهیه دی نو لازماً ترینه معلومه شوه چه برکات ورکوؤنکی یو اللّه تعالٰی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>