تَبَارَكَ الَّذِي ۱۳۹۹ اَلْمُلْك

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾

داسی ذات دی چه پیدا کړی دی مرگ او ژوند ددی دپاره چه ازمیښت اوکړی په تاسو چه کوم یو ستاسونه ښائسته عمل کوؤنکی دی او هغه زورآور بخنه کوؤنکی دی ﴿۲﴾

[۲] دا دریم دلیل د دعوی دی په طریقه دعموم سره هرموجود پس دعدم نه ورته شامل دی (سوال) خَلقَ خو ایجاد دی او موت خو عدمی څیزدی نودهغی سره د خَلق څنگه نسبت دی؟ (جواب) په ډیرو وجوهوسره دی اوله وجه دا چه موت عدمی دی په عدم والملکه سره لکه عمیٰ په مقابله د بصرکښی او داسی عدمی ته نسبت د ایجاد کیدی شی - دوهمه وجه داده چه خَلق په معنیٰ دقدردی او تقدیر دواړو ته شامل دی - دریمه وجه داده چه مراد دموت نه نطفه په صلب (ملا) دپلار کښی ده بیاپه رحم د مورکښی لکه سورة بقره (۲۸) کښی ئی دی ته اَمْوَاتًا وئیلی دی - څلورمه وجه داده چه موت او حیات دواړه وجودی دی او ددوی په مینځ کښی تقابل او تضاد دی او ددوی وجی نه په ورځ دقیامت کښی به موت په صورت د لمورگډ سره جوړ کړی شی اوبیا به ذبح کړی شی اوداپه صحیح حدیث کښی راغلی دی (لِيَبْلُوَكُمْ) داسی په سورة هود (۷) او سورة کهف (۷) کښی هم تیرشوی دی (سوال) ابتلاء او امتحان وی ددی دپاره چه دافرادو فرق معلوم شی او اللّه تعالٰی خو عالم بکل شئ دی؟ (جواب) ابتلاء ماخوذ ده د بلاء نه اوهغه په اصل کښی حقیقت معلومولو ته وئیلی کیږی نو معنیٰ داده چه اوبه ښائی تاسوته حقیقت دعملونو ستاسو لکه چه سورة یونس (۳۰) کښی هم داسی دی ذکردی (أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا) دفضیل بن عیاض نه روایت دی چه اَکْثَرُ‌ عَمَلاً ئی نه دی وئیلی ځکه چه ډیروالی د عمل مقصود نه دی بلکه ښائست دهغی مطلوب دی او ښائست دپاره دوه شرطونه دی یو اخلاص او دوهم موافقت دسنت سره که په دی دواړو کښی یوشرط هم نه وی نوعمل برباد وی اگرچه ډیروی یعنی که شرک جلی یا خفی وی یا مخالفت د سنت نه وی په طریقه دبدعت سره وی اوکه په رواج یافسق فجور سره نوعمل برباد وی (الْعَزِيزُ الْغَفُورُ) په دی دواړه صفتونو جمع کولو کښی تخویف او بشارت دواړه دی په ترتیب سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>