تَبَارَكَ الَّذِي ۱۳۹۸ اَلْمُلْك

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾

ټولو برکتونو والا هغه ذات دی چه په لاس کښی ئی بادشاهی ده او هغه په هرڅیز باندی قدرت والا دی ﴿۱﴾

سورة الملك
ددی سورة نومونه دادی: سورة تبارک، المانعه، المنجیه، المجادله، الواقیه، المنَّاعه -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورت سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی حقوق د انسانانو په یوبل باندی ذکر شول نوپه دی سورة کښی حقوق د اللّه تعالٰی ذکرکوی چه توحید فی البرکات و الاسماء و الصفات دی او ایمان په رسول اوپه قرآن اوپه بعث بعدالموت باندی - دوهمه وجه دا چه په هغه سورة کښی عذاب د دوه زنانو دانبیاء ذکر کړو او مدح د امرءة فرعون او مریم علیهما السلام ذکرشوه نوپه دی سورة کښی سبب دفرق ذکرکوی چه هغه عقیده د توحید ده -
دعویٰ د سورة: اثبات د توحید فی البرکات دی په دلیلونو عقلیوانفسی او افاقی سره اوپه ذکر داسماء او صفات الٰهیه سره دولس دلیلونه دی او لس اسماء دی - اوپه دی کښی رد دی په شرک فی التصرف باندی په (۳۰،۲۸،۲۱،۲۰،۱۹،۱) کښی اوپه شرک فی العلم باندی رد په (۱۴،۱۳) کښی -
خلاصه د سورة : دعویٰ دتوحید فی البرکات سرهٔ ددریو دلیلونو عامو ذکرکوی په (۳،۲،۱) کښی بیا نهه عقلی دلیلونه ئی ذکرکړی دی چه په هغی برکات خاصه ذکر دی برکات د آسمانانو او برکات د ځمکی او برکات دمارغانو او د انسانانو - تفصیل ئی دادی چه په (۴) کښی دلیل متعلق د آسمانانوسره ذکرکوی او (۵) کښی دوه فائدی متعلق دستورو سره په دلیل سره ذکرکوی - بیا د (۶) نه تر (۱۱) پوری تخویف اخروی په اته قسمونو د هیبتونو سره ذکرکوی اوپه (۱۲) کښی مختصر بشارت دی په (۱۴،۱۳) کښی دلیل دی په عموم د علم د اللّه تعالٰی سره په (۱۵) کښی احوال او فائدی د ځمکی ذکرکوی په طریقه د دلیل سره بیا په دری آیتونو کښی تخویف دنیوی ذکردی بیا په (۱۹) کښی احوال د طیورو او دلیل وسطی دی - بیا رد دی په مشرکانو باندی په (۲۱،۲۰) کښی بیا په (۲۴،۲۳) کښی دلیلونه د احوالو دانسان دی - بیا رد دی په منکرینو د بعث بعدالموت په (۲۷،۲۶،۲۵) کښی بیا دوه دلیلونه اعترافی ذکرکوی په (۳۰،۲۹،۲۸) کښی -

تفسیر

[۱] په دی کښی دعویٰ دسورة ده اوپه هغی باندی دوه دلیلونه عقلی عامه دی (تَبَارَكَ) دا کلمه په سورة اعراف، مؤمنون، غافر، فرقان کښی اوسورة رحمان او سورة زخرف کښی تیره شوی ده - برکت په اصل کښی زیاد ته وئیلی شی که حسی وی او که عقلی وی اوډیروالی دخیر او همیش والی ته وئیلی کیږی اوصیغه د باب تفاعل د مبالغی دپاره ده نو معنیٰ دا چه اللّه تعالٰی ډیر لوئی والا دی دذات او صفاتو او افعالو په اعتبارسره او دهرخیر او نفعی پیدا کوؤنکی او ورکوؤنکی دی (الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ) ید اللّه تعالٰی لره په حقیقی معنیٰ سره ثابت دی لیکن بغیر د تمثیل او تشبیه نه د مخلوق سره او تاویل کول ئی په قدرت او نعمت سره حرام دی او دا انکار کول دی دصفت د اللّه تعالٰی نه - حاصل دادی چه هرکله اختیار د امراو نهی او تدبیر او تصرف چلول شپه او ورځ پیدا کول عزت ذلت ورکول احیاء اماتت مالداری اوفقرراوستل وغیره ټول په لاس د اللّه تعالٰی کښی دی نوبرکت ورکول دبل چا نه ممکن نه دی، نو دا اول دلیل شو ددعوی دپاره - دوهم دلیل (وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) شیءٍ عام دی برکت اچول خیرپیدا کول مرض لری کول دبندگانو کارونه کول وغیره ټولو ته شامل دی شربینی په سراج المنیرکښی لیکلی دی چه دا دلیل دی چه تاثیرنه دی مگرپه قدرت د اللّه تعالٰی سره دی ماده او طبیعت دڅیز مؤثر نه دی لکه چه دهریان او فلاسفه وائي‌ اواسباب هم په خپله مؤثر نه دی لکه چه معتزله وائي‌ او کارونه دبندگانو مخلوق او مقدور د اللّه تعالٰی دی او داد اهل سنت مسلک دی ددی نه معلومه شوه چه په برکت اچولو باندی د ماسیویٰ اللّه قدرت نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>