قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۹۷ اَلتَّحْرِیْم

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ ﴿۱۰﴾ وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۱﴾ وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ ﴿۱۲﴾

بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال کافرانو لره د ښځی د نوح علیه السلام او دښځی دلوط علیه السلام وی دا دواړه په نکاح د دوه بندگانو کښی د بندگانو ځمونږ نه نیکان وؤ نو نقصان اوکړو دوی د هغوی سره نو دفع نه کړو هغوی ددوی نه د عذاب د اللّه تعالٰی نه هیڅ څیز او اوئیلی شو داخلی شئ اور ته سره د داخلیدونکو نه ﴿۱۰﴾
او بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال مؤمنانو لره د ښځی دفرعون کوم وخت چه اوئیل هغی ای ربه ځما جوړ کړی مالره ستا په خوا کښی کوټه په جنت کښی او بچ اوساتی مالره دفرعون او دعمل دهغه نه او بچ اوساتی مالره د قوم ظالمانو نه ﴿۱۱﴾
(اوبیان کړی دی مثال) د مریم لور دعمران هغه زنانه چه بچ ئی اوساتلو عورت خپل نو پوکی اوکړو مونږ په هغی کښی دروح د طرف ځمونږ نه او تصدیق کړی وؤ دی د کلمو درب خپل او د کتابونو دهغه او دا وه پوره تابعداری کوؤنکونه ﴿۱۲﴾

[۱۰] په دی کښی تنبیه ده زنانو ته په شان دابتداء‌ دسورة په ایمان او توحید اوپه اتباع د رسول ﷺ سره یعنی که ای زنانو ستاسو په خپله ایمان او عمل صالح نه وی نو دخاوندانو عمل تاسو ته فائده نه درکوی - او جواب دوهم دی چه آیا مشرکانو زنانو او سړو ته د مؤحدینو خپلوی څه فائده ورکوی؟ حاصل د جواب دادی چه خپلولی د نیکانو هیڅ فائده نه ورکوی کله چه د نیکانو عقیده او عمل کښی مخالفت وی لکه چه ښځی د نوح علیه السلام او ښځی د لوط علیه السلام ته زوجیت د پیغمبرانو هیڅ فائده ور نه کړه (فَخَانَتَاهُمَا) ابن کثیر وئیلی دی چه مراد د خیانت نه فاحشه او بدکاری کول نه دی ځکه چه د انبیاؤ بیبیانی د زنا نه پاکی دی اگرچه کفراوشرک یا نفاق په کښی وؤ اوقرطبی وئیلی دی چه داد مفسرینو اجماع ده چه ددی دواړو خیانت دا وؤ چه د خاوندانو نه ئی پټ شرک او کفر کوؤ او دهغوی رازونه به ئی د هغوی دشمنانو ته رسول (فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا) قرطبی وئیلی دی چه دا تنبیه ده چه عذاب د اللّه تعالٰی په طاعت سره دفع کیږی په وسیلو سره نه دفع کیږی او دا رد دی په مشرکانو باندی چه هغوی وائي‌ چه نبی ﷺ به ځمونږ دپاره شفاعت کوی -
[۱۱] دا جواب ددوهم وهم دی چه آیا نیکانو نارینو او زنانو ته د مشرکانو خپلولی ضرر ورکولی شی؟ حاصل دجواب دادی چه هرکله د انسان عمل صالح وی نو د مشرک سره خپلولی او نکاح وغیره مؤمن ته هیڅ ضرر نه ورکوی او دا د پوهی د مؤمنانو دپاره یو مثال دی ددی وجی نه په دی کښی (لِلَّذِينَ آمَنُوا) اوئیلی شو او دارنگ په دی مثال کښی تشجیع ورکول دی مؤمنانو ته چه ښځی د فرعون ددین حق او د اتباع د موسیٰ علیه السلام دپاره خپل څومره شجاعت ښکاره کړو او آخر کار شهید کړی شوه نو ای مؤمنانو په تاسو هم واجب دی چه دتوحید دپاره داسی شجاعت ښکاره کړئ (امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ) اوپه دی دواړو مثالونو کښی تعریض دی عائشة او حفصه رضی اللّه عنهما ته په اول کښی تحذیر وؤ چه د نبی ﷺ د مخالفت نه ځان بچ اوساتئ اوپه دوهم کښی ترغیب دی طاعت ته په شان د امراَة فرعون او دهغی نوم آسیه لور د مزاحم وه او په موسیٰ علیه السلام ئی ایمان راوړی وؤ - او فرعون ده لره قسماقسم سزاگانی ورکولی او آخر کارئی هغه لاس او خپی اوتړلی اوپه سخت نمرکښی د هغی په بدن باندی گرمی گټی کيخودلی اوپه لاسونو اوپه خپو ئی ورله میخونه ټک وهل په دغه سخت حالت کښی هغی دا دعا اوغوښتله (رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا) دلیل دی چه په داسی حالت کښی اللّه تعالٰی ته تضرع کول ډیره فائده ورکوی (وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ) دده د مجلس او د نکاح نه (وَعَمَلِهِ) مراد ددی نه عمل دکفراو شرک دهغه دی یاد هغه دطرف نه عقوبت او ظلم کول دی (مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) مراد ددی نه قوم د فرعون دی چه هغه ټول ظالمان وؤ په سبب دکفر اوشرک، او ظلم کوؤنکی وؤ په مؤحدینو بنی اسرائیلو باندی -
[۱۲] دا دوهم مثال دی دپاره د اهل ایمان اوپه دی کښی هم اول مقصد دادی چه دشمنانو (یهودیانو) په مریم علیها السلام باندی طعنونه لگول لیکن هرکله چه هغه پاکدامنه وه اوپه کلماتو د اللّه تعالٰی یقین کوؤنکی وه نو طعنونو دد شمنانو هغی ته هیڅ ضرر ورنه کړو دهغی په درجه عند اللّه کښی هیڅ نقصان رانغی دارنگ مؤمن صالح داعی الی اللّه باندی که دشمنان ددین طعونه او بهتانونه لگوی خوچه دهغه لمن پاکه وی اوپه کتاب د اللّه تعالٰی باندی کلک وی نوهغه ته هیڅ ضرر او نقصان نشی رسولی - دارنگ په دی کښی تشجیع ده مؤمنانوته چه یوزنانه (بی خاونده) د اللّه تعالٰی ددین دپاره په ځان باندی مصیبتونه تیروی او دین بیانوی نو تاسوباندی خو دهغی نه زیات کوشش صرف کول په کار دی ځکه چه نارینه یئی (وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا) امام فراء‌ وئیلی دی چه مراد ددی نه احکام شرعیه د اللّه تعالٰی دی چه په ذریعه د کلماتو سره په تورات انجیل کښی نازل کړی شوی وؤ او کلمات دجبرئیل چه په سورة مریم (۲۴،۲۱،۱۹) کښی ذکر دی هغه هم په کښی داخل دی اوددی صفت دوجی نه مریم ته صدِّیقه وئیلی کیږی اودا مقام د کمال د ایمان دی (وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ) دا مرتبه د کمال دعمل ته اشاره ده یعنی قوَّةِ‌ علمیه ایمانیه او عملیه په کښی دری واړه کامل وؤ - سوال: القانتین مذکرذکرشو ددی وجه څه ده؟ جواب: لفظ‌ دقوم پټ دی یعنی قوم قانتین یا اشاره ده چه ددی اطاعت او اخلاص خالص په شان د نارینو وؤ په شجاعت او حسن بیان کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>