تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۰ اَلْمُلْك

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ ﴿۳﴾ ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ ﴿۴﴾

داسی ذات دی چه پیدا کړی دی اووه آسمانونه لاندی باندی اوبه نه وینی په پیدا کولو د رحمٰن ذات کښی هیڅ نقصان نو اوگرځوه سترگی آیا وینی ته څه چاودنه ﴿۳﴾
بیا اوگرځوه سترگی باربار (بیابیا) واپس به را اوگرځی تاته سترگی عاجزی او هغه به ستړی وی ﴿۴﴾

[۳] دا دلیل عقلی خاص متعلق دی دبرکات سماویه سره چه هغه څلور حالات دی (۱) اووه دی (۲) طباق دی (۳) تفاوت په کښی نیشته (۴) فطور نه بچ دی (طِبَاقًا) دا صفت دی دسبع او مراد دادی چه دوی یوبل دپاسه طبقی طبقی دی یامراد داچه یوبل سره موافق مطابق دی په شکل او اکثرو صفاتو کښی - (خَلْقِ الرَّحْمَنِ) مراد ددی نه خلق دآسمانانو دی یا عام دی او لفظ‌ درحمان د مسئلی دبرکاتو سره مناسب دی یعنی هغه نعمتونه او برکات ددنیا ورکوؤنکی دی (مِنْ تَفَاوُتٍ) تفاوت عیب او نقصان او اختلاف او چودونو ته وئیلی کیږی لکه سورة قٓ (۶) کښی - یامراد ددی نه اختلاف دی په رعایت د حکمت او دلالت کولو کښی په خلق باندی نوبنا په دی د خلق الرحمٰن نه دټول مخلوق پیدائش مراد دی ځکه چه وجود د ټول مخلوق یوشان دلالت کوی په وجود او توحید د خالق باندی (مِنْ فُطُورٍ) چودلو او کمزورئ ته وئیلی کیږی (فَارْجِعِ الْبَصَرَ) مراد ددی نه کوشش کول دی په نظرکولوسره په اراده د فطور معلومولو سره -
[۴] دا تاکید د ماقبل دی (كَرَّتَيْنِ) دا تثنیه دپاره دکثرت ده یعنی که هرڅومره ځله بیا بیا نظر اوکړی نو فطور نشی معلومولی (خَاسِئًا) خسأ لری کیدلو ته وئیلی شی یعنی لری به وی د مقصد حاصلولو نه او ذلیل او عاجز ته هم وئیلی کیږی (وَهُوَ حَسِيرٌ) په معنیٰ د فاعل یا مفعول سره دی یعنی ستړی ستړی کړی شوی او حسیر پښیمانه ته هم وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>