قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۷ اَلطَّلَاق

فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِنْكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا ﴿۲﴾

نوهرکله چه دوی نزدی شی نیټی خپلی ته نوحصارئ کړئ‌ دوی لره په ښه طریقی سره (رجوع کول) یا جداکړئ دوی لره په ښه طریقی سره (رجوع نه کول) او گواهان کړئ (په دواړه حاله کښی) دوه انصاف والا ستاسونه اوپوره کړئ شهادت د پاره د اللّه تعالٰی دا وعظ ورکیدی شی په دی سره هغه چاته چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ اوڅوک چه ویره کوی د اللّه تعالٰی نه جوړه به کړی ده لره طریقی د نجات ﴿۲﴾

[۲] په دی آیت کښی څلور اوامر ذکرکوی (بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ) مراد دادی چه عدت ئی قریب دی تیریدلوته لیکن ختم شوی نه دی (فَأَمْسِكُوهُنَّ) مراد داچه په عدت کښی دخاوند خوښه ده که رجوع ورته کوی اوکه نه کوی دښځی رضا په دی کښی شرط نه ده (وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِنْكُمْ) شهادت پیش کول په وخت درجوع کولو یاپه وخت دطلاق ورکولو کښی د اکثر اهل علم په نیزباندی دا امر د وجوب دپاره دی لیکن بغیر داشهاد نه رجوع کول او طلاق ورکول خلاف سنت دی لکه چه ابوداؤد د عمران بن حصین رضی اللّه عنه نه روایت نقل کړی دی او قاسمی وئیلی دی چه ظاهرداده چه دا امر هم دوجوب دپاره دی ځکه ټول اوامر ددی سورة دوجوب دپاره دی او دا یول قول د امام شافعی رحمه اللّه دی (وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ) دا امر دی گواهانو ته په وخت دضرورت د گواهئ ادا کولو کښی چه گواهئ‌ ته جاضرشی او دروغ دی په کښی نه وائي او اجرت دی په هغی باندی نه اخلی (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا) په دی کښی د تقویٰ د یوه فائده ذکرکړی ده او مراد د تقویٰ نه د شرک او کفر نه ځان ساتل اود ټولو گناهونو کبیرونه بچ کیدل او په صغیره باندی اصرار نه کول او د مامورات شرعیو امتثال کول دی - اوپه سنت طریقه طلاق ورکول او د بدعی طلاقو نه ځان ساتل په دی تقویٰ کښی داخل دی (يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا) هرغم ددنیا او آخرت نه نجات او دارنگ دشبهاتو او شکونو نه بچ کیدل مراد دی او دفع دضرر خو مخکښی وی د حصول دمنفعت نه ددی وجی نه دافائده ئی وړاندی ذکرکړه - لفظ دمخرجاً کښی اشاره ده چه تکلیفونه مصیبتونه به ورباندی راځی لیکن د هغه نه راوتل او دهغی د ناکاره اثارو نه به نجات مومی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>