قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۸ اَلطَّلَاق

وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴿۳﴾ وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا ﴿۴﴾

او روزی به ورکوی ده ته د داسی ځای نه چه دی به گمان نه کوی او چاچه ځان اوسپارلو په اللّه تعالٰی باندی نوهغه (اللّه) پوره دی ده لره یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوره کوؤنکی دی خپل کارلره یقیناً جوړ کړی دی اللّه تعالٰی دپاره د هرڅیز خاص انداز ﴿۳﴾
او هغه زنانه چه ناامیده وی د حیض نه د زنانؤ ستاسونه که چیری شک کوئ (په عدت دهغوی کښی) نو عدت د هغوی دری میاشتی دی او هغه زنانه چه نه وی حائضه شوی هم او حمل والا زنانه عدت دهغوی زیگول دحمل ددوی دی او چاچه ویره کوله د اللّه تعالٰی نه جوړه وی ده لره دکار دده نه اسانتیا ﴿۴﴾

[۳] په دی کښی دوهمه فائده د تقویٰ ذکرکوی او مراد ددی نه برکات اچول دی په رزق دده کښی اوبغیر دظاهری اسبابونه روزی راتلل دی (وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) هرکله چه توکل لره هم دخل وؤ په برکت د رزق کښی ددی وجی نه دائی ورسره متصل ذکرکړو توکل اعتماد دی په اللّه تعالٰی باندی اوټول کارونه هغه ته سپارل دی سرهٔ د استعمال د اسبابونه (إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ) دا جواب دسوال دی، سوال داچه ډیر توکل کوؤنکی خو متقیان خلق دی اوپه هغوی باندی مصیبتونه مرضونه وغیره راځی؟ حاصل دجواب دادی چه دا فیصلی د اللّه تعالٰی دی چه په مخلوق کښی چلوی او هره فیصله خپلی انتهاء ته رسوی - (قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) یعنی خپله فیصله ددی وجی نه پوره کوی چه دهغی تقدیرئی کړی دی یا مراد ددی نه مقدار او انتهاء‌ وه لکه چه دطلاق او عدت دپاره ئی تعداد او مدت مقرر کړی دی دا رنگ دهرمصیبت او مرض دپاره مقدار او مدت اللّه تعالٰی مقرر کړی دی -
[۴] په دی آیت کښی ددری قسمونو زنانو عدت ذکرکوی اوپه آخر دآیت کښی د تقویٰ یوه فائده ذکرکوی - یو قسم زنانه ایئسه ده چه د حیض دراتللونه ناامیده شی نو حامله کیدی هم نشی او ددی په مدت کښی اختلاف دی چه شپیته، اویا، یا پنځه پنځوس کلونه دی - صحیح داده چه دا په عادت د وطنونو او زنانو باندی بنا دی - دوهم قسم صغیره نابالغه چه دهغی حیض تراوسه پوری نه وی شروع شوی لیکن دهغه نکاح کړی شوی وی او خاوند ورسره دخول کړی وی اوبیا طلاقه کړی شی ددی دواړه قسمونو عدت دری میاشتی دی ځکه چه اصل په عدت کښی حیض دی او عادةً حیض په میاشت کښی یوځل راځی او ددوی حیض نیشته نوددی حیضونو په ځای کښی دری میاشتی مقرر کړی شوی - دریم قسم حاملی زنانه دی برابره خبره ده چه طلاقه کړی شوی وی یا خاوند ترینه وفات شوی وی - ددی عدت وضع د حمل ده که لږ وخت روستو وی اوکه ډیر وخت پس وی (وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ) دا دلیل دی چه د نابالغی نکاج چه ولی اوکړی دچاسره نو دا شرعاً جائزدی لکه نکاح د عائشة رضی اللّه عنها نو څوک چه ددی نه انکارکوی اوپه باره دحدیثِ عائشة رضی اللّه عنها کښی په امام بخاری یا امام زهری باندی طعنونه کوی نوداخلق په خپله مطعون دی او (يُسْرًا) عام دی د مَخْرَجًا نه ددنیا او آخرت آسانتیا ته شامل دی نودالویه فائده ده په نسبت د مخکښی دواړه فائدو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>