قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۶ اَلطَّلَاق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا ﴿۱﴾

ای نبی هرکله چه طلاق ورکول غواړی بیبیانو ته نو طلاق ورکړئ دوی ته مخکښی د زمانی دعدت نه او پوره شماروئ موده د عدت او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه چه ستاسو رب دی مه اوباسئ دوی لره د کورونو ددوی نه او نه دی اوځی دوی په خپله مگر که چیری راتلل اوکړی په بدئ‌ ښکاره سره اودا پولی د اللّه تعالٰی دی اوچاچه تیریدل اوکړل د پولو د اللّه تعالٰی نه نو یقیناً‌ ظلم ئی اوکړو په ځان خپل باندی نه پوهیږی هیڅ نفس چه امید دی چه اللّه تعالٰی به پيدا کړی روستو ددی بله ښه خبره ﴿۱﴾

سورة اَلطَّلَاق
او ددی بل نوم سورة النساء القصریٰ دی -

ربط: د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی د بعضی ازواجو د عداوت ذکر اوکړی شو نو په دی سورة کښی دهغوی دمفارقت طریقه شرعیه ذکرکوی په وخت دضرورت کښی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی امر وؤ په تقویٰ سره اوپه دی سورة کښی پنځه فائدی د تقویٰ ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: امردی په رعایت د حدود شرعیه سره عموماً‌ او په معامله دطلاق او دعدت د زنانو کښی خصوصاً اودا معنیٰ دتقویٰ ده چه دهغی پنځه فوائد ئی ذکرکړی دی او حدود شرعیه په دیارلس اوامرو سره اوپه دری نواهی سره ذکرشوی دی - اودعویٰ دتوحید په (۱۲) کښی ده او دری اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی ئی ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة داده : چه په اول آیت کښی ذکر دطریقه شرعی دطلاق او د عدت دی او حکم د سُکنیٰ (اوسیدل دښځی) ئی په حالت دعدت کښی ذکرکړی دی او دی ته ئی حدود وئیلی دی اوپه (۲) کښی حکم درجوع او دعدم رجوع ذکردی اوپه (۳) کښی دوه فائدی د تقویٰ مذکوردی او په (۴) کښی بعضی قسمونه د عدت او دریمه فائده د تقویٰ ذکرشوی ده او په (۵) کښی دا احکام ئی مسمیٰ کړی دی په امر اللّه سره او د تقویٰ دوه فائدی ئی ذکرکړی دی اوپه (۶) کښی حکم د سکنیٰ او د انفاق او د رضاع د ولد ذکر شوی دی اوپه (۷) ذکردی چه انفاق به د زوج د طاقت مناسب وی - بیا تخویف دنیوی او اخروی په سبب د تعدّی عن حدود اللّه سره په دری آیاتونو کښی ذکرکوی او صدق دقرآن اودرسول سره دبشارت اخرویه نه په دوه آیاتونو کښی او اختتام د سورة دی په ذکر دتوحید سره اوپه هغی کښی خلاصه د اسماؤ او صفاتو د الوهیت ذکرکړی ده په ضمن د دوه صفتونو کښی چه علم او قدرت دی -

تفسیر

[۱] (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ) په دی آیت کښی اته جملی دی اوپه هره جمله کښی ډیر احکام او حکمتونه شرعیه دی او دری اوامردی اودوه په کښی نواهی دی په نداء‌ د یاایهاالنبی کښی اشاره ده چه احکام به صادریږی د اللّه تعالٰی دطرف نه د نبی ﷺ په واسطی سره بغیردهغه نه شرعی حکم نشی کیدی - (فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ) مراد دعدت نه زمانه د طهرده په اتفاق سره او لام دپاره دتوقیت دی په نیز دهغه علماؤ چه عدت په طهرسره وائي او څوک عدت په حیض سره وائي‌ نوپه دی کښی لفظ د استقبال یا مستقبلات پټ دی (وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ) دعدت ورځی یا حیضونه او طهرونه پوره شمارل لازم دی اودا حکم دپاره د مدخول بها دی اودا شمارل ددی وجی نه ضروری دی چه په دی باندی احکام د رجوع او ددوهم نکاح او نفقی وغیره تفریع کیږی - او خطاب په دی کښی خاوندانو ته دی (لَا تُخْرِجُوهُنَّ) دا دلیل د اوسیدلو دی دزنانه روستو دطلاق نه په وخت دعدت کښی په کور دخاوند کښی خاوند باندی دهغی ویستل حرام دی او ښځی لره هم پریخودل د سکنیٰ حرام دی (إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ) مراد ددی نه وتل دی بغیر داجازت نه او وتل دی بغیردضرورت نه یامراد ترینه بدزبانی دښځی ده دخاوند او د سخرگنئ سره - یا مراد ددی نه زنا دی لیکن وتل دپاره دحد قائم کولو دی هسی شړل مراد نه دی (لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا) دا حکمت دی دپاره دطلاق رجعی او عدت تیرول په کور دخاوند کښی - بَعْدَ ذَلِكَ، دا اشاره ده یوطلاق یا دوه طلاقو ته - أَمْرًا، مراد ددی نه رغبت دخاوند دی ښځی ته په رجوع کولو سره اودا دلیل دی چه دری طلاق په یوځل ورکول ظلم دی او ددی حکمت خلاف دی ځکه چه په هغی کښی رجوع کول حرام دی بغیرد تحلیل شرعی نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>